نن د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ( د ارزګان د ولس غږ ) تر سر لیک لاندي مشاعره د ولایت مقام احمد شاه ابدالی د غونډو په تالار کې ترتیب شوي وه چې پکې د ارزګان د والي امان الله خان تیموری، د ولایتي شورای استازو، یو شمیر دولتي او د نادولتي موسساتو د استازو په ګډون د ولایت په کچه شته شاعرانو، ادیبانو، فرهنګیانو، د ښځو د ټولنو، ځوانانو د ټولنو، د رسنیو استاو او سلګونه ولسي وګړیو او د مشاعري مینوالو پکې ګډون کړی وه.

مشاعره د قران عظیم الشان په مبارکو آیتونو سره پیل او ورسره سم د ارزګان والي خبري وکړي، هغه د شعر او ادب په اړه خپله لنډه وینا واوروله او پر شاعرانو ئي غږ وکړ چې د خپل قلم او شعرونو پر مټ په هیواد کې د شته ناخوالو پر وړاندي په میړاني سره مبارزه وکړي ځکه دا ستاسي وجیبه ده، خو د ټوپک مبارزه بیا زمونږ د قهرمانو ملي ځواکونو دنده ده چې د خپلي خاوري د هر لویشت څخه د سر په بدل ښه په میړاني او شجاعت سره دفاع کوي، شپه او ورځ د خپلو هیوادولو د ناموس، امنیت او ثبات د ټینګښت په برخه کې د پام وړ نه ستړي کیدونکې هلي ځلي کوي، راځي ټول په یوه غږ سره د خپلو ملي ځواکونو نه ملاتړ اعلان کړو او په ویاړ سره ووایو چې مونږ له تاسو سره یو.

1وروسته د ارزګان ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس ښاغلي امان الله خپلواک د شعر او فرهنګ په اړه خپله وینا واوروله او بیا په نوبت سره د ولایت په کچه نومیاليو شاعرانو لکه اخترزۍ صیب، وزیري، عاطفي، بشرمل، خوشال، پښتنه سنګر، معصومه، معتصم بالله، جاوید خپلواک، عابد، مینوال، پسرلی، روحاني، ځاځي او نورو لسګونو شاعرانو چې د خپل ولس ریښتیني غږ ئي په خپلو شعرونه کې منعکس کړي وه په یو شاعرانه ماحول کې د مشاعري ګډونوالو ته وړاندي کړ چې د ګډونوالو له لوری په چکچکو بدرګه شول.

د مشاعري په پائ کې د ولایت مقام او اطلاعاتو او کلتور ریاست لخوا د ځینو دولتي چارواکو او شاعرانو د مثبتو کړنو نه د قدردانۍ په موخه برابري شوي تقدیر نامي، ستائینلیکونه همدا راز د ښځینه او نارینه شاعرانو لپاره ځانګړي ډالۍ هم وویشل شوي، چې مشاعره په دعا سره پاي ته ورسیده.

دوست محمد نایاب
د ارزګان ولایت مقام ویاند

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *