د ارسلا جمال د وژل کیدو په مناسبت  د پکتیکا ولایت د مدني ټولنو د همغږۍ  دفتر د غمشریکۍ پیغام

د پکتیکا ولایت ټولې مدني ټولني  د لوګر د والي ارسلاجمال  په وژل کیدو سختي خواشیني دي او دا یوه بې رحمانه، نه جبرانیدونکي او دپردیو مزدورانو په لاس وژنه بولي.

د دې ولایت ټولي مدني ټولني په دې درانه غم کي دده د کورنۍ اوملګروسره ځانونه شریک بولي او دوی ته د الله (ج) له ستر دربار څخه د جمیل صبر، او ده ته د جنت فردوس غوښتنه  کوي اود هېواد لپاره دجمال مړینه نه جبرېدونکي ده.

د پکتیکا د مدني ټولنو د همغږۍ دفتر د جمال په شهادت  ویاړي چې په دومره سختو شرایطو کې هم  خپلي دندې ته ژمن وه او د اختر ورځ يې له خپلې کورنۍ څخه لیري د وطنوالو په چوپړ کې تیروله.

ارسلا جمال د سه شنبې په ورځ د لوی اختر په لومړی ورځ ګهیځ شاوخوا اته بجې او ۴۵ دقیقې د لوګر ولایت په مرکز پل علم کې د یوې چاودنې په پایله کې ووژل شو.

د پکتیکا د مدني ټولنو دهمغږي دفتر له دولت څخه په ټینګه غوښتنه کوي چې دجمال دمړینې دوسیه په کلکه وڅيړي او عامیلین یې دقانون منګولو ته وسپاري.

ارسلا جمال په ۱۳۴۴ لمریز کال د پکتیکا ولایت د یوسف خېلو ولسوالۍ  په برات خیلو کلي کې زېږېدلی، ارسلا جمال لومړنۍ زده کړې د افغانستان پلازمېنې کابل په حبیبه لیسه کې وکړې او وروسته یې تر ۱۲ ټولګي پورې د پېښور په سید جمال الدین افغان لېسه کې منځنۍ زده کړې وکړې ، لوړې زده کړې یې د مالیزیا د نړیوالې سوداګرۍ او پولي سیستم په برخه کې کړي، وروسته یې د دریو کلونو لپاره په پېښور کې د نبراسکا پوهنتون د مالي مسوول په حیث کار کړی. ده یوه موده په پاملرنه موسسه کې هم دنده ترسره کړې ده.

له ۲۰۰۶ څخه تر ۲۰۰۸ لمریز کال پوري د خوست والي و. د خوست له ولایته وروسته په ۲۰۰۹ کال د ولسمشر کرزي د انتخاباتي کمپاین د کمېټې مشر شو.

او له نن څخه نېږدې اته مياشتې وړاندې د ولسمشر لخوا د لوګر ولايت لپاره د نوي والي په توګه وټاکل شو.

روح دې ښاد وي

دپکتیکامدني ټولنو دهمغږۍ دفتر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *