ماخوستن مهال و،چې د تلویزون پرپرده د افغانستان د ملي تلویزون لیدو ته ورغلم،فکرکوم چې له اوه نیمو بجو څخه به تېرې وې.
په دې وخت زما چې څومره پام شوی کله یوه نیمه ځانګړې مرکه اوډېرکله د هېواد له مختلفو ولایتونو څخه راپورتاژونه او ځانګړي راپورونه خپریږي.
د تېرې یوې اونۍ ماخوستن چې د نورو رسنیو پرخپرونو مې سرسري نظرواچوه،کومې خپرونې جذب نه کړم،ایسته د ملي تلویزون په لیدو پسې شوم.
ملي تلویزون ته له رسیدو سره مې یوې زړه راښکونکې شنې منظرې پام را خپل کړ،خوند یې راکړ،ورته ځیر او د تلویزون ویاند ته غوږ شوم،د کندهار د ارغنداب سیمې نوم یې واخیست،پوه شوم چې نن شپه یې له دغې ولسوالۍ څخه ځانګړی راپور دی.
کندهارته له بده مرغه تراوسه نه یم تلی،کندهارڅه چې بیخي د سویلي زون پرلور،خو خدای شته په زړه کې ځانګړی ځای ورته لرم.
له تاریخي ارزښت او درناوي یې وراخوا چې دا ولایت را ته په څه ډېرمهم دی او د هلمند په څېردې له ارزښته ډک ولایت ته ډېرپرې ځوریدلی یم،په وروستۍ بدمرغه جګړه کې د کندهارسخت ځپل کیدل او له خلکو سره یې لوی ظلمونه دي.
کندهار مې په تلویزون کې تردې مخکې ډېرلیدلی و خو کاشکې یوځل مې هم نه وای لیدلی،ځکه هرځل یې تصویرپه بم،بمبار او بل ظلم کې د سوزیدو تصویرو،هرځل لیدو یې زما په شان هرافغان ځپه او شکنجه کوه.
دا لومړی ځل و،چې د کندهار واقعي تصویر،طبیعي ښکلا او د خلکو د ژوند ځینې ریښتینې برخې مې لیدې.
که څه هم د دې نندارې څه برخې هم دردونکې وې،خو له خوشبینو ډکې وې،دا پیغام یې درلود چې کندهار به د نن زمانې په معیارد یوه ښه انساني ژوند د لرلو ارمان ته ورسیږي.
دردونکی پیغام دا و،چې د ارغنداب یو ښوونځی په خورا ډېرظلم په بمونو الوزول شوی و،دا صحنه هیڅ د زغملو نه وه،سخت یې را وپارولم،اوښکې یې په سترګو کې را ډنډ کړې،دومره متاثرشوم لکه غوږ کې چې مې څوک وایې دغه ستاسې کوردی،په بمونو یې درالوزولی.
څه چې بیرته ډېرونازولم،د یوه قومي مخور خبره وه،چې ویل یې دولت ته مو ویلي،دا ښوونځی به د ولس پخپل مصرف بیرته جوړشي.
د پوهنې په برخه کې چې څه ډېرخوشاله کړم،په ډېرخوار او محروم حالت کې هم زده کړو ته د معصومو کندهاري ماشومانو لېوالتیا وه.
ډېرجالب و،چې د بې احاطې او بې تعمیره سړک غاړي یوه ښوونځي اوه کلن،اته کلن ماشومان مې کتل،پرسرونو یې د کندهار د لرغوني کولتوریوه مشهوره نښه(کندهارۍ خولې)وې.
څېرې یې محرومیت او وحشت ځپلې خو باعزمه او له هیلو ډکې وې،د هریوه سترګې یې د زرګونه دردونو،هیلو او ارادو د تصویرونو البوم و.
په دې البوم کې له شدید محرومیت،غربت او ورسره شوو ظلمونو څخه له شکایته نیولې د دې ټولو بدبختیو د ختمولو ترهیلو او ارادو پورې پیغامونه موجود وو.
د ارغنداب مخکینی حالت یې لږ بیان که،دوه کلي یې وښودل چې د سېلابونو د راوتو پروخت څومیاشتې یې اړیکې سره شلیدې،خو دوه پلونه یې راوښودل چې په اوسني نظام کې په اساسي ډول جوړشوي او فاصلې یې له منځه وړي.
د سړکونو رغیدل که څه هم بې کیفیته او فساد ځپلي وو،را وښودل شول،د کرنې له وضعیته یې وویل چې د اوبو اسانتیاوې ورته زیاتې شوي او حاصلات ښه شوي.
د اوبو سرچینې،پخې شوې ښایسته ویالې او ښکلي فصلونه وو،چې هریوه د ژوند د سطحې د ښه کیدو یا ښه کولو سره د مرستې زېری کوه.
د ارغنداب مشهور مېله ځای(د باباولي زیارت)یې لنډ را باندې ولید،د انارو دوکانونه او نور،چې شوي وحشت او ظلمونو ته یې د افغانستان او یوې مهمې برخې یې(کندهار)د نه تسلیمیدو پیغام درلود.
دې نندارې نورتاثرات هم لرل،خو ټولو نه مهم یې دا و چې د کندهار په اړه یې زما زیاتې اندیښنې کمزورې کړې.
ما فکرکاوه،چې د دې مهم ولایت خلک به بیخي ډېرمحروم او له ژونده لرې ساتل شوي وي،چې له ښه مرغه دا اندیښنه له یو څه واقعیت سره پوره سمه نه وه.
دا ننداره له دې اړخه چې دولتي تلویزون را ته برابره کړې وه،خامخا د واقعي تصویرپوره توقع نه ورنه کیږي،خو ترډېره حده واقعیت راته ښکاري.
له خپلو رسنیو مې ګیله راغله،چې ولې هره ورځ د هېواد له هرې څنډې د لسګونه وطنوالو د وژل کیدو او نورو بدبختیو کیسه ټکي په ټکي راته کوي،خو له نورحاله مې نه سم نه خبروي.
ریښتیا یو ټولو نه مهم تاثرد دې نندارې دا و،چې د افغانستان عمومي ستونزې،لاسته راوړنې او پرمختګونه مې په ارغنداب کې محسوس کړل،د ښه ژوند او ثبات لپاره د خلکو د ارادې او هیلو له مشترک والي سره.
که نورې رسنۍ هم د ملي ټلویزون دغه ښه انعکاس په لا ښه شکل وکړي،یو ښه خدمت به یې کړی وي،یو د بل له حال،د وطن له واقعي کیسو او ښه راتلونکي ته له ګډو امادګیو او هیلو به یې خبرکړي اوسوو.