د افغانستان برشنا شرکت

مطبوعاتې خبرپاڼه

دوشنبه د ۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۲۰ مه  –   کابل، افغانستان

د افغانستان برښنا شرکت د ارغندي د ۵۰۰/۲۲۰ کیلوولټ برښنا کوټ پروژې د جوړویدو تړون، چې کابل، سویلي، ختیځو او سویل ختیځو ولایتونو لپاره برښنا برابروي په ولسمشرۍ ماڼۍ کې لاسلیک کړ.

د برښنا د یادې مهمې پروژې تړون دافغانستان برښنا شرکت عمومي اجرئیوي رئیس انجنیر امان الله غالب د ولسمشر جلالتمآب محمد اشرف غني، د اوبو او انرژۍ د وزیر، ملي شورا او ولایتې شورا د غړو، رسنیو او نورو لوړ پوړو چارواکو په حضور کې د Techno-RGM JV چې د هندي او افغاني کمپنیو کانزورشیم دی، لاسلیک کړ.

نوموړي پروژه ۳۲.۲ (دوه دیرش اعشاریه دوه) میلیون امریکایي ډالره ارزښت لري، چې د افغانستان دولت سره د آسیا پراختیایي بانک له مرستو څخه ورکول کیږي.

د دې پروژې په لړ کې لاندې ترانسفارمرونه او د هغه سره اړوند محافظتي تجهیزات په برښناکوټ کې نصبیږي:

  • یو فازه ۲۰/۲۲۰/۵۰۰ کیلوولټ آټوترانسفارمر چې په ترتیب سره د ۴۰/۱۳۳/۱۳۳میګاولټ امپیر ظرفیت درلودونکی دی.
  • ۲۰ کیلوولټ درې فازه Earthing ترانسفارمر
  • ۲۰ کیلوولټ یو فازه د جریان محدودوونکی ریکتر
  • ۲۰ کیلوولټ یو فازه Earthing Resistor
  • 630kVA Off-Load Auxiliary Transformer

ددې پروژې عملي چارې به د ۲۰۱۸ کال د جنورۍ په میاشت کې پیل او د ۳۰ میاشتو (دوه نیم کلونو) په لړ کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د افغانستان برښنا شرکت

د نشراتو او عامه پوهاوي دفتر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *