د ارواپوهنې دغه پنځلس نقطې د غوره ژوند او په ځانګړي ډول د ذهني فشار  سره د مبارزې لپاره  اړینې دي چې ولوستل شي او په پام کې ونیول شي.

۱:  کله چې یو ه ډله خلک په یو ځای خاندي، دوی په طبیعي ډول د ډلې غړو ته ګوري او یو او بل سره یې اړیکې نږدې کیږي.

۲:  که چیرې داسې کوم کار کوئ چې په عادي ډول یې په ترسره کولو سره له ذهني فشار، ډار او یا هم غوسه کیږئ، نو ژاولې وژدوئ او یا هم څه خوراک وکړئ. په دې سره ستاسي د اعصابو ړومبنۍ برخه په طبعي ډول فکر کوي چې تاسې د خوراک په حال کې یاست او کوم خطر او یا هم غیر نورمال  حالت نشته.

۳:  که څوک په پرتاسې غوسه  وکړي نو تاسې ارام واوسئ. ښايي په دې سره هغه نور هم په غوسه شي خو وروسته به په خپل عمل پيښیمانه وي.

۴: که له چا مو کومه پوښتنه وکړه او پوره ځواب درنه کړي، مخامخ یې سترګو ته وروګورئ او  د څو شیبو لپاره چوپ پاتې شئ، په دې کار سره هغه  احساسوي چې ځواب یې پوره نه و او کیدلای شي چې د اضافه خبرو په کولو ستاسې قناعت حاصل کړي او ځان له تاثیره وباسي چې په دې وخت کې تاسې ښايي پوره ځواب ترلاسه کړئ.

۵:  د احساساتو څرګندونې ور هاخوا که غواړئ چې خوشاله واوسئ نو په خلاصه خوله مسکا/تبسم وکړئ.

۶: د لیکلو او ویلو په وخت ؛ زه فکر کوم؛ او یا هم ؛ زه باور لرم؛ مه وايئ او یا لیکئ ځکه دا ستاسې ارادې ته زیان رسوي او اوریدونکی هم پرتاسې له شکه ډک قضاوت کوي.

۷:  که چیرې د نورو خلکو د لیدلو په مهال ځان د هغوی په لیدلو سره ډیر خوشاله او پاریدلی وښیئ نو د راتلونې لیدنې په مهال به هغوی دوه برابره  خوشالي څرګنده کړي. ( په سپیو باندې شوې سروې هم دا پایله درلودله)

۸:  د انټرویو/مصاحبې په مهال د مسول کس لپاره داسې فکر وکړئ چې هغه مو پخوانی دوست دی. تاسې د حالت د څرنګوالي ددرک/ پوهې په خپله مسول یاست. که چیرې حالت عادي درک کړئ، هیڅ ډول فشار به تجربه نه کړئ.

۹:  د سروې پایلې ښودلې ده چې په عمومي ډول خلک د لومړی لویې غوښتنې د  رد څخه وروسته ستاسې کوچنۍ غوښتنه په اسانۍ سره مني/قبلوي.

۱۰: په بدن باندې د ذهني فشار ډیر اغیز د خوشالۍ هغې په څېر دی لکه  ژر ژر ساه باسل، د زړه د حرکت تیزیدل او داسې نور) که چیرې تاسې هر شته خطر  د ننګونې په توګه درک کړئ، ستاسې  ذهني فشار به د خوشالۍ د اغېز په څېر بدل شي او ددې کار په ترسره کولو کې به هیڅ ستونزه ونه لری.

۱۱:  زیات شمېر خلک په کار کې پوره مهارت( ځلانده ) او په ځان باندې د اعتماد ترمینځ توپير نه شي کولای. که تاسې داسې ښکاره کړی چې په دې کار پوهیږی، نور خلک پرتاسې راټولیږي/باور کوي.

۱۲:  که چیرې د مشتریانو د چوپړتیاوو/خدماتو په برخه کې کار کوی، نو ترشا مو اینه کیږدئ. په دې سره به مو مشتریان  غوره سلوک وکړ ي ځکه هیڅوک هم نه غواړي چې  د غوسې او ناوړه سلوک پرمهال د ځان ناوړه انځور وګوري.

۱۳:  که چیرې په داسې یوه ډله کې  راګیر شی چې  غواړي کوم کس مو د نورو په مخ کې  تحقیر کړي، هڅه وکړئ څو له هغه کس سره څنګ په څنګ کینئ. د ارواپوهنې له نظره، دا چې واټن مو ترمینځه لږ وي، پرتاسې د هرډول برید/حملې څخه  ډډه کوي.

۱۴: که چیرې تاسې د لومړي  ځل لپاره له چا سره وینی، هڅه وکړئ چې داسې یوه ځای ته یې ویسئ چې ښې خاطرې ترې واخلي. دوی به ستاسې په لیدنې سره تاسې  د غوره خاطرو له پاریدونکو احساساتو سره  نښلوي.

۱۵: کله چې له چا سره د لومړي ځل لپاره ګورئ، کوښښ وکړئ چې د هغوی د سترګو رنګ ته ځیر شئ. د هغوی سترګو ته مخامخ کتنه ( د سترګو اړیکه) ستاسې د خوښونې سبب کیدلای شي.

له  برایټ سایډ ویب سایټ څخه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *