محمـدانعام واک/
د ارواښاد استاذ پسرلي یوه خاطره
له خپلې کورنۍ سره د پېښور په نوتیه کې اوسېدم؛ کال به ۱۹۹۸ و؛ پسرلي صیب ته مې د ورتللو خبر، له درانه نورالحبیب نثار سره شریکه کړه، ویې ویل، سره ګاونډیان یاستئ، پسرلی صیب هم په نوتیه کې اوسېږي!
بله ورځ نثار صیب مخکې زه ورپسې، کور ته ورغلو… دروند اسدالله غضنفر مې هم هملته ولید، سره بلد شوو…
خوږې، خوږې خبرې مې له پسرلي صیب نه، خدای شته، ډېرې واورېدې، خو دا یوه خبره مې په دې تېرو کلونو کې ډېر وختونه مخې ته درېدلې؛ پسرلي صیب د افغانستان قومي جوړښت کتاب ته لاس ونیو، کتل یې کتاب ته، کړل یې ما ته: «… کور دې آباد، خدای دې اجر درکړي… عمر روان دی، تېرېږي… انسان چې د عمر په آخرو کې شا ته ګوري، چې یو څه خو خپل کړه وګوري…».
پسرلی صیب لاړ، خو پښتو ادب ته یې غرونه غرونه مرغلرې پرېښودې!
ناروې
۱۷/۰۱/۲۰۱۴