د افغانستان د هنر او کلتور د ودې ټولنه او ميديوتيک افغانستان وياړي چې د پښتو ژبې د ستوري، ستر ليکوال، سیاست پوه او مفکر ارواښاد قيام الدين خادم د ۳۴تلين ياد غونډه جوړوي.
له تاسو ښاغلي/ آغلې …….. په درنښت هيله کېږي چې په دې غونډه کې را سره برخه واخلئ او په خپل راتګ سره غونډه لا مزينه او شانداره کړئ.
ځای: د افغانستان میديوټيک مرکزي دفتر، کابل، قلعه فتح الله مدینه بازار ته څېرمه.
نيټه: د ۱۳۹۲ کال د وږي د مياشتې ۱۴مه
وخت: مازيګر څلور بجې.
يادونه: هيله ده غونډې ته په ټاکلي وخت را شئ.
د افغانستان د هنر او کلتور د ودې ټولنه – کابل
نواړي : هغه مدني ، کلتوري او فرهنګي ټولنې چې غواړي خپل پيغامونه غونډې ته را واستوي، کولی شي په لاندې برېښناليک يې را ولېږي