زموږ ټولنیز جوړښت داسې راغلی چې که یو څوک مطلق درواغ هم ووایي نو په مطلق رشتیا به و منل شي خو بل به بیا ښکاره رشتیا وایي، یو مخ درواغ به ګنل کیږي؛ د دې واقعیت یوه بېلګه، د مرحوم فدا محمد شرفیار د یاد په ترڅ کې در سره شریکوو.
د هلمند غلو، قاچاقبرانو، غاصبانو ترهګرو، توپکیانو او فاسدو چارواکو، چې همېشه زموږ ولس ته د خدمت و خواخوږۍ درواغ ویلي؛ زموږ پر دردونو و زخمونو یې د سمسارې اوښکې توی کړي نو موږ باور پر کړی چې دوی زموږ رښتیني غمخوران دي، خو دوی په ټول ژوند د وطن و وطنوالو د نېکمرغۍ لپاره یو صادقانه ګام هم نه دی اخیستی، بلکې د همدوی له لاسه مو ولس لا دربدره شوی دی؛ ښایي همدا اوس هم زموږ پر دې بحث یو شمېر هغو هلمندوالو ته غوسه ور شي چې له یوه یا بل خاین سره، په یو ډول د ډولو رابطه لري.
اوس نو که دا ادعا وکړو چې ارواښاد فدا محمد شرفیار په دواړو پښو فلج وو، ټول ژوند یې د معلولینو په بایسکل کې تېر شو؛ د خدای تر کوره غریب وو؛ کور یې د هلمند په ناوه ولسوالي کې وو؛ هغه ناوه چې تر ګردو مصؤنه ګڼل کېده، خو شپږ میاشتې مخکې د طالبانو له خوا، د یوه لوی وسلوال چپاو په ترڅ کې سقوط شوه او د امن و مدنیت ټولې هیلې یې اوبو یووړې، نو څوک به یې ومني چې نوموړي شرفیار، په دغه ولسوالي کې، د خپل وطن د شرف ساتنې لپاره شپه و ورځ پر ځان یوه کړې وه او د ودان افغانستان ګوند په چوکاټ کې یې، د خپلو وطنوالو د سیاسي شعور د شمعې د روښانتیا په ارمان، مدني فعالیت کاوه او د دغه ګوند د ولسوالۍ د کومېټې د مسؤل په صفت یې د خپلو ولسونو د یووالي، مدني کولو، پوهولو، روښانولو او هراړخیز پرمختګ لپاره، نه ستړیا پېژندله او نه یې هم منله؛ د ده به یوه شېبه په ناوه ولسوالي کې په مدني ځغاسته تېرېده، بله لحظه به یې، په لښکرګاه ښار کې، د معلولینو چارو په سمبالښت لګېده، آن تر کابله به هم تلی؛ خو ممکن دا د ډېرو بې باورو لپاره د باور وړ و نه اوسي چې هلمند! په هلمند کې بیا ناوه! او هلته بیا د یوه معلول انسان دا رنګه مدني- سیاسي مبارزه! دا څنګه امکان لري؟ موږ خو تر اوسه یو جوړ-روغ، زورور، شتمن، اکاډمیک، سیاستوال او چارواکی و نه لید چې په دغسې جغرافیه و دغسې شرایطو کې، په دغسې ظرفیت و همت سره، دغسې فعالیت وکړای شي، نو دا شرفیار لا څوک وو او په کومه انرژې و ستراتیژې یې دغسې درایت موندلی وو چې د خپل وطن و وطنوالو د شرف ساتنې په لار کې یې، په دغه جهنم سیمه کې، د سیال مثال نه شي موندل کېدای؟ زموږ سیاستوال خو شپه و ورخ د ملت د خدمت نارې وهي او دا لا څنګه د ولس له غمه مړ سیاستوال وو چې چا یې ږغ هم وا نه ورېدای شو؟
هو! دا همداسې سیاستوال و مدني فعال وو چې چا یې غوغا وا نه ورېدای شوای؛ په چیغو یې د چا غوږونه و نه خوړل، اما موږ یې شاهدان یو؛ زموږ د مشترک فکري-سیاسی دفتر همکار او زموږ سره د فکر و فرهنګ د یوې لارې متعهد لاروی وو؛ موږ ته یې ثابته کړه چې پر وطن و خلکو مین شخصیت باید څنګه وي؟
موږ ته یې را زده کړه چې پر پل صراط تګ، څنګه کېدای شي؟ او د فکر پر صراط المستقیم باندې استقامت څنګه وي؟
موږ یې وپوهولو چې: هغوی چې منحرف شول، هم ولاړل او زه چې له صراط اامستقیمه کوږ و ګمراه نه شوم، هم در څخه رخصت شوم؛ د ښویېدلو کسانو د نوم، یوازې یادونه هم د شرم وړ ده، ځکه هر څوک هڅه کوي چې له ملګرتیا و شناخته یې منکر شي او زما د آشنایۍ په دعوه به ګوندونه و سیاستونه ویاړ کوي او لمانځنه به مې کوي، ځکه ما د وطن د شرف په لار کې، ناممکن، ممکن کړ او وطندوسته اروا به مې په ګور کې ښه پر آرامه وي چې خپله وروستۍ ساه مې، د خپل محبوب وطن په غېږ کې، د وطن په مینه ور کړه او زما د دغې لارې لاروي، شکر لږ نه دي.
د و.ا.ګ لپاره، که له یوې خوا د خپل داسې یوه ژمن ملګري بېلتون د لوی درد و غم خبره ده، خو دا چې هر ژوندی موجود په فنا محکوم دی، نو په دې حساب بیا د شرفیار مرحوم وفات ځکه را ته د زغم وړ دی چې د هغه د کلک تعهد او پولادي همت خاطرې به راسره تلپاته وي او موږ ته به د خپل وطن و وطنوالو د شرف ساتنې په لار کې، پر هر ګام، لکه راڼه څراغونه لګیږي او موږ به له انحراف و خطاګانو ژغوري؛ په دې توګه نو، که ګران شرفیار، په خپل ژوند کې زموږ لپاره د ډاډ و الهام جانانه مرجع وه، نو تر هغه زیات به مو په مرګ رښنینی لارښود شي ؛ ګوند یې له سپېڅلې اروا سره دا ژمنه کوي چې ستا د ارمانونو شرافتمنده لار به، په خپل ټول شرف سره ودانه ساتي؛ ان شاءالله.
لېډينګ سټوري/ اداره
بدلون اوونيزه/ دريم کال/لسمه / پرلپسي ۱۱۴ مه ګڼه/يکشنبه/ دلوه/۱۷/ ۱۳۹۵

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *