پړهاند ډاکتر حسن کاکړ
په  ډیره خواشینۍ سره مې خبر ترلاسه کړ چه دهیواد بې ساری نامتومورخ ،علمي محقق، وطنپال لیکوال، خپلواک
ژورنالیست ، په ملي اونړیواله کچه پېژندل شوی تاریخي، فرهنګي اوملي ځلانده شخصیت  پوهاندډاکټرمحمدحسن کاکړدامریکا په هیوادکی په حق ورسید .
انالله و اناالله راجعون
ارواښاددڅولسیزو راپدي خوا آن  د ژوند  تر پایه پوری دتاریخې، سیاسي،ادبې اوعلمي کتابونوپه لیکلواوژباړلوکې فعال پاتې شو . ارواښادپه  ازادی مین ،افغان وتلی تاریخي محقق اوډیروطنپال ملي شخصیت وو.
  زه دکابل پوهنتون پخواني استادپه  توګه  د ارواښادمحمدحسن کاکړ په ویرکې ځان شریک ګڼم  . دارواښاد مړینه  دافغان ولس لپاره خو په تیره بیاد پښتون قوم لپاره يوه لويه  نه جبران کیدونکې  فرهنګی اوعلمي ضايعه بولم،
 ارواښاد ته دالله ج څخه  جنت الفردوس او محترمي کورنۍ،خپلوانو،دوستانو،دتاریخ اوفرهنګ مینه والو ته یې صبرجمیل غواړم او خواخوږی مراتب وړاندی کوی.
روح دی ښاد وی
په درنښت
الحاج پوهنوال ډاکټرنظرمحمدسلطانزی ځدراڼ
سحـــــرګـــــه وه د نـــــرګس لـــــېمه لانــــده
څاڅکي څاڅکي يـــې تـر سترګو څڅېده
مــا ويـــل څه دي ښکليه ګله ولي ژاړې؟
ده ويل ژونـــد مي دئ يوه خوله خندېده
نازوانا

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *