په سږني ثور کې برکت الله کمین د وفات یولس کاله پوره کېږي. د غزلونو شاعر برکت الله کمین شپږ اتیا کاله پخوا د ننګرهار د سره رود په چارباغ صفا کې د مجددي حضراتو په ستانه کورنۍ کې دنیا ته راغی، په ځوانۍ کې یې د عشق او مستۍ غزلونه وویل او په بوډا توب کې یې د وطن تباهي او د یوازیني زوی ځوانیمرګي په شعر کې نور اړخونه پیدا کړل.
———
هغوی چې د ننګرهار د هنرپالې سیمې له موسیقي سره بلد دي، خامخا به یې د ایوب استاذ په اواز کې د برکت الله کمین هغه غزل اورېدلې وي چې مطلع یې ده:
تر څو به په چل ول باندې قدم راسره ږدې
په دروغو به لاسونه په قسم راسره ږدې
موسیقي او شعر دواړه غږن او مُصَوِت هنرونه دي او په همدې خاطر ډېر سره نږدې ګڼل کېږي. جرمن مفکر او فیلسوف هګل وایي چې موسیقي د بنیادم احساس بیانوي خو د بنیادم فکر نه شي بیانولای نو ځکه شعر ورسره ملګرتیا کوي.
امیر خُسرو بلخي چې په دهلوي مشهور دی، د شعر او موسیقي دواړو استاد و. هغه شعر ناوې ګڼي او موسیقي یې ګاڼه او پسول.
ارواښاد برکت الله کمین د پښتو له هغو معاصرو شاعرانو څخه دی چې سندر غاړو یې د شعر ناوې د موسیقي په پسول پسوللې ده .دلته به د هغه غزل نور بیتونه رانقل کړو چې د افغانستان د موسیقي د دوستانو په کړیو کې مشهوره ده او مطلع یې مخکې ذکر شوه:
اخیر به یې د سپېنې خولې په طمعه طمعه مړ شم
چې شرط یی تحمل د درد و غم راسره ږدې
په ما به بیا سبا د انتظار شي، ستا به هېره
وعده چې د وصال د شپې صنم راسره ږدې
په پټه رقیبانو سره لاس د فساد یو کړې
ښکاره تیږه د سولې او سَلم راسره ږدې
وفا چې دې په ما کمین پیرزو نه ده نو څله
بانې منځ کې د لوح ا و د قلم راسره ږدې
د دې غزل ردیف ( راسره ږدې ) دی. د ردیف د ښکلا په باره کې چې کومې خبرې شوې دي، دوه ټکي پکې تر نورو مهم ښکاري. یو دا چې تر بې ردیفو غزلونو ردیف لرونکي غزلونه ممکن ښه موسیقي ولري او بله دا چې تر ولاړو ردیفونو روان ردیفونه بهتره دي. روان ردیف هغه ته وایي چې د حرکت تصور وزېږوي، لکه د پاسني غزل ردیف چې حرکت پکې وینو. د ارواښاد کمین په شعرونو کې ردیف لرونکي غزلونه زیات دي.
———–
د حسن او ښکلا په باره کې یوه مشهوره نظریه دا ده چې ښکلا په اصل کې په زړه کې وي، د باندې او بهر نه وي. له دې نظریې سره سم چې د ښکلا سوبژکتیفه یا انفسي نظریه یې بولو، که زړه د ښکلا لېوال وي نو په دنیا کې به ښکلا ویني او چې زړه مړاوی شي، ښکلا هم پیکه شي. همدا وجه ده چې په زړښت کې بنیادم فکر کوي چې هغه پخوانی ښایست په دنیا کې نه دی پاتې . راځئ د ارواښاد کمین د ځوانۍ د ورځو شپو یو غزل سره ولولو چې شوخي او مستي ورڅخه اوري او د یوه ځوان زړه او زلمي نظر د دنیاګۍ سیل راباندې کوي:
مې ګرموئ خلکه نازولې ده
ناز ورسره خوند کوي چې ښکلې ده
دا ده د خوبانو فطرتي برخه
خټه یې غرور سره اخښلې ده
دا چې په راښکلو ورېځو موسکه شي
نوې ځوانۍ نوې تخنولې ده
ځمکه د اسمان ایله اوس سیاله شوه
دې غوندې سپوږمۍ چې پرې ختلې ده
ماته دا غمازه آیینه کړئ چې
دا یې په خپل حسن پوهولې ده
څومره له فېشنه چې بې نیازه ده
هومره په ساده ښکلا منلې ده
هر ځلې له بل ځلې محبوبه شي
څومره چې کمینه ما لیدلې ده
——–
ارواښاد کمین په ۱۳۷۵ لمریز هجري کال کې چې په افغانستان کې د کورنۍ جګړې لمبې بلې وې او زړونه ساړه وو، داسې شعرونه ویلي دي:
د زړګي لمسه راته دا ده خو خوند نه راکوي
ارزو مې ناسته ستا تر خوا ده خو خوند نه راکوي
ستا اننګي ګلان او خوله دې موسېدلې غوټۍ
باغچه دې ښکلې په خندا ده خو خوند نه راکوي
————-
لکه څنګه چې اوس ادب د لیکني او ګړني په دوو څانګو وېشو، دغسې کولای شو چې د افغانستان د تېرو سلو کلونو لیکوال او شاعران په رسمي او غیررسمي ووېشو. په تېرو سلو کلونو کې یو شمېر لیکوالو او شاعرانو نه یوازې په سرکاري ادارو کې کار وکړ بلکې د سرکار له سیاستونو سره سم ادبیات یې وپنځول. که سرکار سوله غوښتې دوی د سولې شعرونه لیکلي او که سرکار لویه جرګه رابللې ده دوی د جرګو په باره کې څېړنې کړې دي. د دغو قلموالو په مقابل کې یوه بله ډله ادیبان وو چې هغوی د سرکار سیاستونو او غوښتنو ته له پام کولو پرته د خپل زړه په حکم قلم وچلاوه. ارواښاد برکت الله کمین د دې وروستۍ ډلې ادیبانو په کتار کې و. ده د خپل شعر رنګینه دنیا جوړه کړه او د موسیقي په مرسته یې د ننګرهار او بلکې ټول هېواد حجرو او دېرو ته ورسوله.