تاند- د کورنیو چارو وزارت وايي چې د اروزګان امنیه قومندان مطیع په کابل کې ترور شو.
د کورنیو چارو وزارت وايي چې تېره شپه یوه انتحاري، چې د ښځو جامې یې اغوستې او چادري پر سر کړې وه، د کابل په شپږمه حوزه کې د اروزګان پر امیه قومندان مطیع الله برید وکړ.
قومندان مطیع الله په اروزګان کې د طالبانو د فعالیتونو په مخنیوي کې مهم رول درلود.
د اورزګان د والي ویندوی دوست محمد نایاب رویټرز خبري اژانس ته وویل:« مطیع الله تېره شپه له خپلو ملګروسره له هوټله ووت چې انتحاري برید پرې وشو..»
تر دې مخکې په کابل امنیتی چارواکو ویلي و چی تېره شپه په دغه ښار کې په یوه پیښه کې یو تن وژل شوی خو هویت یې نه دی څرګند.
د کابل د امنیې قومندانۍ د جنایي تحقیقاتو رییس فرید افضلي وویل چې د دې کس جسد اوس هم په عدلي طب کې دی.
خو په ولسي جرګه کې د ارزګان د خلکو استازی عبیدالله بارکزي وویل چی وژل شوی کس د ارزګان امنیه قومندان مطیع الله خان دی.
ده څرګنده کړه چې د مطیع الله خان مړی یې په عدلي طب کې لیدلی دی.
په همدې حال کې وسله والو طالبانو ادعا کړې چې د اروزګان امنیه قومندان مطیع الله خان یې بیګا شپه په یوه انتحاري حمله کې وژلی دی.
تر دې مخکې روانه اوونۍ د پکتیکا د چټک غبرګون قومندان کاروان په یوه برید کې سخت ټپي شو.