د ارزګان ولایت د مطبوعاتي دفتر خبرپاڼه :
د اروزګان ولایت د دارالمعلمین رییس او اداري مدیر څارنوالۍ ته ور وپیژندل شول.
د اروزګان ولایت د دارالمعلمین رییس محمد قاسم فهیمي او اداري مدیر عبدالغني د وظیفوي غفلت او په خپله دنده کې د مسؤلیت نه درک کولو له کبله څارنوالۍ ته ور وپیژندل شول.
اروزګان والي امیرمحمد آخندزاده وویل چې دوی په خپله اداره کې د اداري فساد او وظیفوي غفلت په وړاندې ډیر جدي دي او په کلکه به یې مخه نیسي، په ځانګړې توګه د پوهنې بهیر چې د هیواد او سیمې د پرمختګ بنسټ ټشکیلوي په وړاندې به یې ټول خنډونه له منځه یوسي په همدې موخه له دې وړاندې هم د پوهنې ریاست یو شمیر کارکوونکي چې په سمه توګه د د ندې په نه ترسره کولو تورن و عدلي او قضايي ارګانونو ته ور پیژندلي دي.
آخندزاده زیاتوي چې ده خپلو ټولو کارکوونکو ته ګواښ کړی که چیري څوک په اداري فساد او په دنده کې په غفلت کولو پړه و پیژندل شي نو سملاسي به یې عدليي او قضايي ارګانونو ته ور وپیژني.
په درنښت
عبدالله همت د اروزګان ولایت ویاند