تاند- د اروزګان ولایتي اداره وايي چې لا هم په دغه ولایت کې له نژدې ۵۰ روغتونونو او کلینیکونو څخه ۳۵ بند دي.

د اروزګان ولایت روغتیايي مرکزونه نژدې دوه میاشتې پخوا د وسله والو طالبانو له لوري روغتیايي کارکوونکو ته د مرګ له ګواښه وروسته بند شول.

د اروزګان د عامې روغتیا رييس خان اقا میاخېل وايي، وسله وال طالبان وايي چې تر هغو روغتیايي مرکزونه پرانیستل کېدو ته نه پرېږدي چې د دوی غوښتنې منل شوي نه وي.

«موږ له طالبانو سره تماسونه نیولي او ورڅخه غوښتي مو دي چې د روغتیايي مرکزونو مخه ونه نیسي، هغوی وايي چې ۱۰ غوښتنې لري. د طالبانو غوښتنې مو د عامې روغتیا له وزارت سره شریکې کړي دي.»

ده ونه ویل چې د طالبانو لس غوښتنې څه دي.

خو مخکې ویل شوي و چې طالبان په روغتونونو کې د دوی له لوري د معرفي شویو کسانو د ګومارنې او د دوی له لوري د معاشونو د ورکول کېدو غوښتونکي دي.

اروزګان د افغانستان تر ټولو وروسته پاتې او بېوزله ولایت دی. د دغه ولایت په اکثریت اوسېدونکي ګاونډیو ولایتونو ته د خپلو ناروغانو د بېولو وس نه لري.

One thought on “د اروزګان روغتیايی مرکزونه لا هم بند دي”
  1. دا به هم په جیهاد بیا حسابیږي… یاربه! ګناهکاریږم خو به نه که ووایم: انسان دې څومره دلدار پیدا کړی، خو ټالیب دې ولې دومره مردار پیدا کړی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *