تاند- د چین خبري اژانس سینهوا د افغان چارواکو په قول وايي چې د اروزګان سرپرست امنیه قومندان په یوه حمله کې وژل شوی دی.

اژانس ته یوه افغان چارواکي، چې نوم یې نه دی ښودلی، ویلي چې د اروزګان سرپرست امنیه قومندان جنرال ګلاب خان تېره شپه په یوه وسله وال برید کې ووژل شو.

په راپور کې د برید څرنګوالی نه دی څرګند شوی.

وروستي راپورونه وايي چې د اروزګان پر سرپرست امنیه قومندان په داسي حال کې د وسله والو له لوري حمله وشوه چې له دهراوت ولسوالۍ څخه د ولایت مرکز ترینکوټ ته روان و.

د اروزګان چارواکو دا پېښه تایید کړه، ویې ویل چې جنرال ګلاب خان دهراوت ولسوالۍ ته تللی و چې د پولیسو امنیتي پوستې وګوري او کله چې تېره شپه شاوخوا یوولس بجې بېرته د ولایت مرکز ته راګرځېدو د ترینکوټ او دهراوت ترمنځ د سرخوم په سیمه کې پرې حمله وشوه.

په برید کې یو ملکي هم وژل شوی خو هغه سرتېری چې له قومندان ګلاب خان سره ملګری و، له حملې روغ وتلی دی.

د اروزګان یوه اوسېدونکي شاه اشرف بلوڅ تاند ته وویل چې ګلاب شاه په مرموز ډول بل ځای وژل شوی او مړی یې د سرخوم په سیمه کی چې له مرکزترینکوټ څخه دوولس کیلومتره لرې ده غورځول شوی و.

ګلاب خان پخوا د اروزګان جنايي امر و خو د مخکیني امنیه قومندان مطیع الله خان له وژل کېدو وروسته د اروزګان سرپرست امنیه قومندان وګومارل شو.

د اروزګان مخکینی امنیه قومندان تېره میاشت (د اپریل ۱۸مه) په کابل کې په مرموز ډول ووژل شو.

که څه هم وسله والو طالبانو د مطیع الله د وژلو مسوولیت په غاړه واخیست خو د اروزګان یو شمېر خلکو او د مطیع الله خپلوانو د نوموړي وژنه مرموزه وبلله او د تحقیقاتو غوښتنه یې وکړه.

One thought on “د اروزګان سرپرست امنیه قومندان ووژل شو”
  1. ټولې رسنۍ وایي چې دا په مرموزډول وژل شوی اویا کیدی شي خپل ساتونکي وژلی وي، خو ټالبان دا کله مني هر څه چې کیږي باید ددوی لاس پکې وي. وایې چې یو وخت دامریکا یوه بې پیلوټه الوتکه له کوم تخنیکي مشکل له امله لویدلې وه او د ټالبانو ویاند کوم ژورنالست ته زنګ وواهه چې دا بې پيلوټه الوتکه مونږ ویشتلې او دوه پيلوټان مو پکې وژليژورنالست ورته وویل چې ته خپله وایې چې بې پيلوټه الوتکه وه نو څنګه پکې تاسو پيلوټانووژل؟ ټالب ورته وویل چې پدې کې پيلوټان وو او باېددا خبر نشر شي.دې ته وایي ښکاره روغ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *