د اروزگان د وژل شوي امنیه قوماندان مطیع الله خان چې په ملیونر جنګسالار یي هم خلک پیژني ورور او یو شمیر وکیلان وايي حکومت باید د دوی د دغه مشر د وژنې علت معلوم کړي.

مطیع الله خان په تیر مارچ میاشت کې په کابل کې په مرموز ډول ووژل شو.

حکومت وايي هغه په یوه انتحاري حمله کې د کابل به شپږمه ناحیه کې وژل شوی لیکن د هغه ورور، د ولسي جرګې ځیني وکیلان او د هغه اروزګاني پلویان دا ادعا بې اساسه بولي.

د مطیع الله خان ورور رحیم الله وايي ورور یي په اروزګان او سویل کي ښه نوم درلود او له خاص شهرت څخه برخمن و.

ویل شوي چې ده په تیرو څو کلونو کې په ملیونونو ډالر ترلاسه کړي او دغه پیسي یي سپیني نه بلکې غیر قانوني تر لاسه کړي دي.

ویل کیږي نوموړی کرزي ته د کندهار د امنیه قوماندان په څیر یو نږدي غیر مسلکي کس و خو په اروزګان کې یي د خپل وحشت په سبب پر خلکو اویاغیانو خپله ویره خپره کړې وه او هلته نسبي امن و.

د هغه ورور رحیم الله وايي چې دی هڅه کوي اوس د خپل ورور پر ګامونو روان شي او د مطیع الله پلانونه پلي کړي.

له مطیع الله خان دمخه د ولسمشر سلاکار جان محمد خان، چې د مطیع الله تره وه هم په کابل کې په یوه برید کې چې پر کور یي ترسره شوی و وژل شوي و او دا هغه کس و چې وايي له مطیع الله خان سره يي په اروزګان کې پر واک او نفوذ لانجه لرله.

د اروزګان ولایت پوري اړوند د ولسي جرګې وکیل عبدالرحمان ایوبي وايي چې مطیع الله خان په انتحاري حمله کې نه دی وژل شوی بلکې دا یو مرمزو هدفي قتل دی.

هغه وايي ده په خپله د مطیع الله جسد د سردار داود خان په روغتون کې مینځلی او هغه یوازي دوه مرمۍ د غاړې په چپه برخه او په کیڼه اوږه کې لګیدلي وي .

نوموړی وایي مطیع الله خان په غاړه کې اولاسونو کې یي داسي علامي لیدلي وي چې پرې ثابتیږي چې نوموړي له ځولنو څخه د خلاصون لپاره له یوه مقابل لوري سره زور زیاتلی کړی وو.

د مطیع الله یوه نږدې ملګري حاجي شمس الله ویلي چې نه طالبان په اروزګان کې او نه هم په کابل کې په دې قادر ول چې‏
مطیع الله ووژني ځکه هغه یو غښتلی کس وو.

نوموړی وایي ده له یوه ډله ارزګانیانو سره یو ځای له ولسمشر غني سره په دې مسله خبري کړي او هغه ته ویلي چې دا قتل د حکومت له لوري تر سره شوی نه د کوم بل ځواک یا کس له لوري.

په همدې حال کې د اروزګان د دهراوت ولسوالۍ د پوپلزیو د قوم یوه بل مشر حاجي عبدالرحمان بیا وايی چې د مطیع الله او ځانمرګي برید کوونکي دواړو جسدونه له چ��ودنې دمخه په کابل کې د یوه سرک پر څنډه غورځول شوي ول او وروسته بیا د ځان مرګۍ په بدن پوري تړل شوی ماین له لري واټن څخه د کنټرولیدونکي وسیلي په مټ والوزول شو.

هغه وايي مطیع الله او ځانمرګی مخکې له دې چې انفجار وشي په کوم بل ځای کې وژل شوي ول او بیا پر واټ اچول شوي ول.

حکومت هم تر اوسه پوري د دغه قتل په اړه د تر سره شوي تحقیق پایلي نه دي روښانه کړي او دا هم نه ده معلومه چې مطیع الله د کومي دسیسي ښکار ګرځیدلی دی.

لیکن هغه چې د استرالیا له قوتونو څخه يي په ملیونونو ډالر د لویو لارو د ساتنې او نورو عملیاتونو د تر سره کولو په بدل کې تر لاسه کړي ول په ارزګان کې د کندهاري جنرال رازق په څیر د یو خطرناک کس په ډول پیژندل کیدل او ویل کیږي چې په جدي جنګي جنایتونو لکه د بندیانو په وژني، ربړوني، نارساتلو او همدا راز د ولسي وګړو په شکنجي او باج ګیرۍ هم تورن وو.

2 thoughts on “د اروزګان میلیونر جنگسالار چا وژلی/ میرویس جلالزی”
  1. یوه کوچنی موضوع چې د مطیع الله خان قاتل باید معلوم شی.
    دومره اوږده کړې ته به وایې چې د افغانستان تاریخ دی.

  2. لیکوال وروو ستا د لیکنې متن لوستونکي ته لمړنې پیغام داسې ورکوي،چې پدې مطلب کې ثابتوي،چې دغه قوماندان چا وژلی دا یوازې خبري بڼه لري او دا معلومات لدې وړاندې د رسنیو په خبري ساعتونو کې هم د خبر په بڼه ویل شویدي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *