تاند- د اروزګان ولایت د مرکز ترینکوټ په محبس کې نن/یکشنبه/ د پولیسو او بندیانو ترمنځ وسله واله نښته شوې ده.

لومړني راپورونه وايي چې لږترلږه یو پولیس وژل شوی دی. تراوسه پوري دا څرګنده نه ده چې بندیانو ته وسله څرنګه په لاس ورغلې او څو تنه زندانیان وژل شوي یا ټپیان شوي دي.

د شخړې د علت په اړه هم تراوسه پوري څه نه دي ویل شوي.

د افغانستان له محبسونو په ځلونو یبندیان په تېښته بریالي شوي دي. همداراز په ځلونو بندیانو د ساتونکو د سلوک په وړاندې اعتصابونه کړي چې په ځینو مواردو کې د شخړو او مرګ ژوبلو سبب شوي دي.

د اروزګان د پولیسو یوه چارواکي د نوم د نه ښودلو په شرط د ترینکوټ په محبس کې شخړه تایید کړه خو نور جزییات یې حرګند نه کړل.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *