تاند- د اروپايي اتحادیې خاص استازي د افغانستان د ولسمشرۍ له دواړو کاندیدانو اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله وغوښتل چې د رایو د تفتیش په پای کې د انتخاباتو پایله بې پوښتنې ومني.
د افغانستان لپاره د اروپايي اتحادیې ځانګړي استازي فرانز مایکل نن /چهارشنبه/ وویل، د افغانستان خلک له کاندیدانو هیله لري چې د انتخاباتو نتیجه به ومني.
په همدې حال کې اروپايي اتحادیې، کاناډا او استرالیا افغان کاندیدانو ته په یوه لیک کې ویلي چې دوی د سیاسي بهیر او تفتیش په برخو کې د پرمختګ پر کموالي اندېښنه لري او ځکه غواړي چې دواړو کاندیدانو ته ور په یاد کړي چې د سیاسي خبرو او تفتیش په لړ کې وړاندې ګامونه واخلي او اوس په دې خوشاله دي چې دواړه کارونه روان دي.
سپینې ماڼۍ هم له افغان کاندیدانو غوښتي چې د تفتیش له بهیر سره همکاري وکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزي ته ټېلفون کړی او دوی یې د رایو د تفتیش په کار کې هڅولي او هیله یې حرګنده کړې چې بیا دا بهیر ونه دروي.
په همدې حال کې د عبدالله عبدالله په مشرۍ د اصلاحاتو او همپالنې ټیم ویلي چې پرون د اشرف غني احمدزي له لوري عبدالله عبدالله ته د ملي یووالي د حکومت په اړه چمتو شوی پلان ښکاره شو خو عبدالله عبدالله وویل چې دا پلان دې اعلان شي.
ټاکل شوې ده چې عبدالله عبدالله هم خپل پلان چمتو کړي او له اشرف غني احمدزي سره یې شریک کړي.