د منخڼۍ اسیا لپاره د اروپايي اتحادیې ځانګړی استازی پیټر بریان

تاند- د اروپايي اتحادیې ځانګړی استازی وايي، که طالبان له تاوتریخوالي لاس واخلي، دا ډله ممکن په سیاسي پروسه کې شامله شي.

د منځنۍ اسیا لپاره د اروپايي اتحادیې ځانګړي استازي پیټر بوریان نن /جمعه/ د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې خبریالانو ته وویل، د طالبانو تحریک په دې شرط چې له جګړې او تروریزمه لاس واخلي، ممکن په افغانستان کې د سیاسي دیالوګ پر یوه سیاسي ګوند واوړي.

دا په داسي حال کې چې وسله والو طالبانو نن پسرلني عملیات اعلان کړل.

که څه هم طالبانو جګړه نه وه بنده کړې خو بیا هم د دوی له لوري په نوي نوم د عملیاتو اعلان د جګړې دوام ته د طالبانو د عزم ښکارندويي کوي.

روانه اوونۍ د امریکا دفاع وزیر وویل چې ۲۰۱۷ م کال به د افغانستان لپاره یو بل سخت کال وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *