تاند- د اروپايي اتحادیې د فوټبال د فدرېشن رييس میشل پلاتیني نن په کابل کې ژمنه وکړه چې د افغانستان د فوټبال له ودې سره به مرسته وکړي.

ده افغان لوبغاړي په دې وستایل چې له څو لسیزې جګړې سره سره یې دا لوبه ژوندۍ ساتلې ده.

پلاتیني وروسته له دې افغانستان ته سفر کړی چې د جنوبي اسیا د فوټبال په پایلوبه کې د افغانستان په اتلولي پسې دې لوبې ته د افغانانو زیات پام اوښتی دی.

که څه هم افغانستان په کرکټ کې تراوسه پوري شپږ ځلي اتلولي ګټلې ده خو په فوټبال کې دا د افغانستان په تاریخ کې لومړی ځل و چې د اتلولۍ کپ خپل هیواد ته راوړي، له همدې کبله خلکو دا اتلولي په پراخه پیمانه ولمانځله.

پلاتیني وویل:«دوی له دې سره سره مسابقې وګټلې چې په هیواد کې یې ناامني ده، د دې معنا دا ده چې دوی په ډېرو سختو وختونو کې د فوټبال لوبې ته دوام ورکړی دی. له همدې کبله زه دوی ته ډېر درناوی لرم.»

اته پنځوس کلن پلاتیني، چې پخوا د فرانسې د فوټبال په ملي لوبډله کې لوبېده، د فیفا یا د فوټبال د نړیوال فدرېشن مرستیال هم دی.

ده په کابل کې د افغانستان د فوټبال د فدرېشن په میدان کې له ځوانو افغان لوبغاړو سره خبرې وکړې او ټاکل شوې ده چې له ولسمشر کرزي سره هم وویني.

پلاتیني وویل:«موږ مرستې ته تیار یو. اجازه نه لرو چې پیسې درکړو، خو دا اجازه لرو چې تر خپله وسه د مختلفو پروګرامونو له لارې بنیادي مرسته وکړو او دا به زموږ لپاره ویاړ وي چې له افغانستان سره مرسته وکړو.»

د افغانستان د فوټبال د فدرېشن ویندوی دانش مرتضي وویل، نور لوبغاړي باید د پلاتیني او ډیوید بېکم پر پل – پل کښېږدي. بېکم په ۲۰۲۰ کال له بریتانیايي پوځیانو سره د کتنې لپاره هلمند ته راغلی و.

One thought on “د اروپايي اتحادیې د فوټبال د فدرېشن مشر له افغان لوبغاړو سره د مرستې ژمنه وکړه”
  1. آمدن ایشان به افغانستان امیدواری را در مورد فوتبال افغانستان افزایش داده و به امید اینکه روزی فوتبال افغانستان در محور توجه جامعه جهانی قرار گیرد

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *