تاند- د اروپايي اتحادیې د انتخاباتو پلټونکي ټیم (EU EAT) نن /شنبه/ اعلان وکړ چې دوی د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو د ټولو رایو د تفتیش په بهیر کې بشپړه څارنه کوي.
د اروپايي اتحادیې د انتخاباتو پلټونکې ډلې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په راتلونکو اوونیو کې به د دوی شاوخوا ۲۴۲ تنه څارونکي د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو د رایو د تفتیش د بهیر په څارنه کې ګډون ولري.
په خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي چې د اروپايي اتحادیې څارونکي په منظم ډول په دوو شیفتونو کې کار کوي او دا مسله څاري چې ایا د تفتیش کار د هغه پروسیجر یا کړنلارې مطابق پرمخ ځي چې موافقه پرې شوې وه او کنه.
دوی احتمالي بې قاعدګۍ، سرغړونې او تېروتنې ثبتوي او د مسوولو چارواکو پام ورته رااړوي.
په خبرپاڼه کې د اروپايي څارونکو د ډلې د مشر تییس بیرمن له قوله ویل شوي چې په افغانستان کې له دې تفتیش څخه د اروپايي اتحادیې ملاتړ د دې اتحادیې د څارنې په ټول تاریخ کې په نړۍ کې ساری نه لري.
خبرپاڼه وايي چې دا تفتیش یو ضروری ګام دی.
په خبرپاڼې کې وړاندې راغلي:«موږ بیا بیا د دې غوښتنه کړې، ځکه چې یوازې شفافیت او د احتمالي درغلیو ژور تفتیش د دې سبب کېدای شي چې د انتخاباتو د پایلو په اړه د افغانانو باور ترلاسه کولی شي. اروپايي اتحادیه د افغانستان ولسواکې راتلونکې ته ژمنه ده او له همدې کبله د تفتیش د څارنې لپاره خپلې هلې ځلې زیاتوي.»
دنيا را خبره ده ټول راټو لوم او بيا می که وبايلا له نو خپل حصه او ونډه هم غواړم
هیله ده چی نور دی هیواد ته سوله راشی
I peronaly would not trust the Europian, In the past they always favored the so called northern alliance.