تاند، شنبه، د ثور ۶۶مه:  د اروپايي ټولنې رئیس چارلس میشل او د اروپايي کمېسیون رئیسې میرمن ارسولاوان ډیرلین ولسمشر محمد اشرف غني ته په یو تازه را استولي لیک کې د بیا ځل ولسمشرۍ مبارکي او د ګډ کار او ملاتړ ژمنه ورکړې ده.

په دې لیک کې راغلي، د مشارکت له جذبې سره سم اروپايي ټولنه له افغانستان سره خپلې اړیکې لا پیاوړې کول غواړي او له افغان حکومت سره ګډ کار کولو ته په تمه ده.

  دواړو مشرانو د افغانستان د اساسي قانون او جمهوري نظام ملاتړ کړی او په ټاکنو کې یې د خلکو ونډه د هغوی زړورتیا بللې چې په سختو حالاتو کې یې خپل جمهوري حق وکاراوه او د خوښې ولسمشر یې وټاکه.

 د اروپايي ټولنې دغو دواړو مشرانو د نوي حکومت له انتخاب وروسته افغانستان د سول د پروسې یو مهم پړاو ته داخل شوی دی چې اوس په دغه هیواد کې د جمهوري نظام د بقا او پياوړتیا لپاره د ټولو لوریو یوموټي توب ته اړتیا ده: (( هیله من یوو چې نوی حکومت به  د اپوزیسیون او نورو لوریو په راشاملولو سربېره د ښځو، اقلیتونو او مدني ټولنې استازولي د سولې په مېز خبرو کې راوړاندې کړي.))

 دواړو اروپايي مشرانو د سولې په پروسه کې د افغانستان په اساسي قانون او جمهوري نظام ساتلو ټینګار کړی دی او ویلي یې دي چې له ۲۰۰۱ کال راوروسته  د افغانانو د ټولو لاسته راوړنو څخه د ملاتړ تر څنګ اروپايي ټولنه چمتو ده چې د کورونا پر ضد مبارزه کې هم خپلې تجربې او همکاري له افغان حکومت سره شریکې کړي.

د اروپايي ټولنې او کمېسیون دغو دواړو رئیسان د لیک په اخرکې افغانستان کې د سولې، ثبات او هوساینې د راتلو لپاره د افغانستان له فرد فرد څخه د ملاتړ ډاډ ورکړی دی.

اروپايي ټولنې په دې وروستیو کې له امریکا سره د هرې هغې سولې مخالفت کړی دی چې د طالبانو په ګټه وي او د افغانانو ګټې، نظام او قانون په کې تر پښو لاندې کېږي.

One thought on “د اروپايي ټولنې او کمېسیون رئیسانو، ولسمشر غني ته د مبارکۍ او ملاتړ لیک را استولی دی”
  1. د داسې انتخاباتو چې نتیجې یې بل کال راوځي او هغه هم ګلمرجانۍ، مبارکي ګانې یې هم باید چې یو کال روسته راورسیږي. اروپایي ټولنې اوس هم عجله کړې ههههه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *