تاند، پنجشنبه، د قوس ۷مه: د اروپا د سولې انسټیوټ چارواکو له ولسمشر غني سره په لیدنه کې چمتووالی ښودلی چې افغانستان سره د سولې په تخنیکي برخه او سلا مشورو کې مرسته وکړي.
د تېر ماښام په دې لیدنه کې ولسمشر غني هم د اروپايي ټولنې د سولې انستیتیوت تجربې د افغان سولې لپاره مهمې وبللې.
د ارګ د یوې خبرپاڼې په حواله، د اروپايي ټولنې د سولې انستیتوت غړو په دې لیدنه کې ولسمشر ته ویلي، د افغانستان مسئله د کولمبیا له جګړې سره شباهتونه لري او په دې اړه یې خپلې تجربې له ولسمشر سره شریکې کړې او ولسمشر ته یې ډاډ ورکړ چې دوی د افغان سولې په برخه کې تخنیکي او د سلا مشورو مرستې ته چمتو دي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د افغان حکومت، طالبانو او امریکا تر منځ د بندیانو تبادلې د افغان سولې د مذاکراتو د کنګل ماتېدو ته خوشبینۍ زیاتې کړې دي.