تاند: د اروپايي هېوادونو له ډلې د نېدرلېنډ ګېترون كلي له دې كبله لومړى مقام خپل كړ چې د اروپا د دومره پرمختګونو سربېره لا هم د پاخه يا خام سړك خاوند نه شو.

د دې كلي اوسېدونكي موټر نه لري، بلكې ځايي خلكو د هر كور مخې ته د نهر اوبه تېرې كړي او ځانته يې په كې ځانګړې كښتۍ درولې ده.

د دې ښېرازه كلي خلك خپلې كښتۍ پخپله جوړوي. خو د نړۍ د كښتيو په څېر نه دي چې تېل وخوري، بلكې د دې كلي كښتۍ په ساده ډول جوړې او د يو ځانګړي ماڼو لخوا د پاروګانو (د كښتۍ چلولو ځانګړي لرګي) په زور چلېږي.

كله چې د دې كلي د نهرونو اوبه د ژمي په موسم كې كنګل شي، نو بيا همدا خلك د تګ راتګ لپاره د واورې د پاسه د ښوېدلو ((سكېټنګ)) له وسايلو كار اخلي.

معلومات ښيي چې نېدرلېنډ د دغه كلي له بركته د سېلانيانو له جيبه پوره پيسې ترلاسه كوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *