تاند- د بشري حقونو لپاره د اروپايي اتحادیې محکمې (ECHR) د سې شنبې په ورځ له سویس څخه ایټالیا ته د یوې افغان کورنۍ د استولو مخه ونیوله.

د محکمې دا پرېکړه د اروپايي اتحادیې هغه مقرره له پوښتنې سره مخامخوي چې مهاجر باید په هغه هیواد کې پناه وغواړي چې د لومړي ځل لپاره ورغلی دی.

له یونانه پرته که پناه غوښتونکی د اروپايي اتحادیې هر غړي هیواد ته داخل شو او د ګوتو نښې یې هلته واخیستل شوې، له بل هیواد څخه پناه نه شي غوښتلی.

د بشري حقونو لپاره د اروپايي اتحادیې محکمې د دې لپاره له سویس څخه ایټالیا ته د دې افغان کورنۍ له لېږلو سره مخالفت وکړ چې د دې محکمې په وینا هلته یې ممکن ښه ساتنه له خطر سره مخامخ شي.

د بشري حقونو لپاره د اروپايي اتحادیې محکمې د پناه غوښتونکو لپاره د ایټالیا له لوري برابر شوي تاسیسات نیمګړي وبلل، ویې ویل چې که د تره خېل کورنۍ، چې ډېر ماشومان لري، ولېږل شي نو هلته به له نامناسبو شرایطو سره مخامخ شي. محکمې په ځانګړي ډول په ایټالیا کې د کډوالو د استوګنې ځایونه زیات نامناسب بللي دي.

د محکمې پرېکړه وروستۍ ده او بدلون پکې نه شي راتلای.

هر کال په لسګونو زره افریقایان او اسیایان د سر په قیمت اروپا ته د رسېدو لپاره په خظرناکو لارو د تګ هڅه کوي
هر کال په لسګونو زره افریقایان او اسیایان د سر په قیمت اروپا ته د رسېدو لپاره په خظرناکو لارو د تګ هڅه کوي

د سویس په ګډون ځیني اروپايي هیوادونه ګومان کوي چې دا پرېکړه به په راتلونکې کې د نورو کډوالو د قضیو لپاره استناد وګرځي.

د تره خېل کورنۍ د ۲۰۱۱ م کال په جولای کې له افغانستانه ایټالیا ته تللې وه.

د اروپايي اتحادیې له هغه قانون سره سم، چې د ډبلین مقرره بلل کېږي، پناه غوښتونکی باید د اروپايي اتحادیې له هغه هیواد څخه د پناه غوښتنه وکړي چې لومړی پلا هلته رسېدلی دی.

خو د تره خېل کورنۍ د ایټالیا پر ځای لومړی اتریش ته تللې او هلته یې د پناه غوښتنه رد شوې ده.

دوی وروسته سویس ته تللي او هلته یې د ۲۰۱۱ کال په نوومبر کې له سره د پناه غوښتنه کړې ده. سویسي چارواکو پرېکړه کړې چې قضیه بېرته ایټالیا ته راجع کړي، خو د تره خېل کورنۍ له ۲۰۱۱ کال څخه په سویس کې اوسېدو ته دوام ورکړی دی.

ایټالیا له یونانه وروسته د اروپايي اتحادیې بل هیواد دی چې د کډوالو سېل ورمات دی.

د ایټالیا په ګډون ځیني اروپايي هیوادونه د ډبلین مقرره نامنصفانه ګڼي او وايي چې دې قانون د جنوبي اروپا پر هیوادونو پېټی زیات کړی دی.

———————————————————————-

تاند به ژر د پناه غوښتونکو د لارښوونې لپاره یو مفصل راپور خپور کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *