ابوظبی، د عربو متحده امارات، د جولای ۳۰مه ۲۰۱۳

د خوږې ناروغي د خبرتیا د کچې د لوړولو او د دې ناروغي د درملنې په هکله د نوي لاسته راوړنو د خپروي په خاطر د اتصالات ګروپ لخوا د سایکل ځغلوني سیالي لپاره ۹ تنه غوره شول.

 د دې سیالۍ برخوال بایسکل ځغلوونکي به  د اروپا له ۵ هیوادونو څخه تیریږي.

دا سیالي، چې په نترڅ کې به یې لوبغاړي ۲۱۰۰ کیلو متره واټن د سایکل له لارې کچ کوي، د سپټمبر په میاشت کې پیلیږي.

 د نهو کسانو دغه لوبډله د اتصالات کارکوونکو د عربو متحده اماراتو ، افغانستان، پاکستان، سعودي عربستان، سوډان او تانیزانیا هیوادونو له  کارکوونکو څخه د یوې ازمایښتي ارزوني په ترڅ کې غوره شوه.

د اتصالات ګروپ اجراییوي مشر عبدالکریم جولفر وویل، کومو نوماندانو چې په دې ارزونه کې ګډون کړی وو، ټولو وړتیاوې درلودې او د دوی له مینځه د غوره کسانو ټاکل ډیر ستونزمن وو. نوموړي زیاته کړه، ددې ارزښت وړ نوښت ک2ارکوونکو څخه چې نه یواځې اتصالات ګروپ مګر د مخابراتو د ټول سکټور لپاره یو بې ساری دی مننه کووم.

د ویلو وړ ده، چې سیالی کې د ګډون لپاره دغه ۹ کسانو په خپل هیواد او د عربو متحده اماراتو کې  تمرینونه ترسره کړل. دا تمرینونه د سایکل ځغلوني جزیره یاس فارمول ۱  لوبغالي کې تر تود لمر لاندې ترسره شول، د لوبغاړو روغتیایي کتنه او سایکل ځغلونې سیالي د قاهري په سړکونو او اسلام اباد کې  ترسره شوې.

د افغانستان اتصالات غوره شوی لوبغاړی مسیح الله احمدزی وايي، شکرې ناروغي لپاره د مبارې په خاطر د سایکل ځغلوني په ۲۱۰۰ کیلومټره واټن سایکل ځغلونې په لوبډله کې په خپل شتون ډیر ویاړم او زما لپاره یو ستره موکه وه چې ګډون مې وکړ. او همدارنګه د دوه ستونزمنو پړاوونو څخه تیریدل او دې لوبډلې ته لار موندل زما لپاره یوه غټه لاسته راوړنه ده. ډیر  خوښ یم، چې ددې پروګرام د یو ستر  ملاتړي د افغانستان اتصالات د استازي په توګه په دې سفر کې ګډون کووم.

باید یادونه وکړو، چې د عربو متحده اماراتو، سعودي عربستان، مصر، پاکستان، تانزانیا، امریکا، کاناډا، ایټالیا او افغانستان څخه غوره شوي سایکل ځغلوونکي ددې سیالیو په بیلابیلو پړاوونو کې  به ۱۳ ورځې د سایکل سواري ترسره کوي. دا سیالي له بروکسل څخه پیلیږي او په همدې ترتیب به د څو هیوادونو په کوربه توب دوام ومومي. فیصل یوس الریایسا اماراتی او هم هیوادی داکتر منیر زوحدی به ددې سیالیو وروستی او ستونزمن پړاو چې د پیرنه غرونو په څوکو کې به تیریږي بشپړوي.

داتصالات سایکل ځغلوونکي ددې ګروپ له بیلابیلو برخو  څخه ټاکل شویدي. ددې ګروپ څو سایکل ځغلوونکي لکه محمد رضوان چې د خپلې  کورنۍ لپاره د خوږې (شکرې) ناروغي د یو ملاتړي په توګه غوره شوی دی.

همدارنګه ۵ تنه سپمول (ریزرف) شوي سایکل ځغلوونکي هم غوره شویدي، په داسې حال که چیرته له ۹ کسانو څخه یو تن ګډون ونه کړي نو له دوی څخه به یو تن بیا د نوموړي په ځای په دغه سفر کې ګډون کوي. دا سایکل ځغلوونکي عبارت دي له عثمان علی اکبر د PTCL شرکت لخوا، احمد شکیب د افغانستان اتصالات لخوا، عمراکاشا د مصر اتصالات تلخوا، رضا اکرم د یوفون او فراسر ګراهام د اتصالات ګروپ لخوا.

د یادونې وړ ده، چې د دې سایکل ځغلوونکو تمرینو نه به د سیالي تر پیل د  سپټمبر تر ۵ مې نیټې پورې چې د بلجیم په بروکسل ښار کې به پیلیږي دوام ومومي.

  د افغانستان اتصالات د اتصالات مخابرتي ګروپ یوه څانګه ده، چې مرکزی دفتر یې په دوبۍ کې موقعیت لري او د نړۍ یوه له سترو مخابراتي کمپنیو څخه دی. اتصالات په ۲۰۰۷ کال کې په افغانستان کې خپلې چارې پیل کړې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *