تاند- یوې بلغاریايي ښځې، چې ۳۰ کاله پخوا مړه شوې، وړاندوینه کړې چې په ۲۰۱۶ م کال کې به اروپا له منځه ولاړه شي او د مسلمانانو ترمنځ به ستره جګړه پیل شي.

د بریتانیا چاپ ډیلي مېل ورځپاڼې د راپور له مخې، دا بلغارۍ مېرمن بابا وانګا نومېږي او په ۱۹۹۶ م کال په ۸۵ کلنۍ کې مړه شوه. د هغې په سلو کې ۸۵ وړاندوینې سمې ثابتې شوي او له همدې کبله یې د بالکان د سیمې نوسترا داموس لقب ګتلی دی.

ډیلي مېل وايي چې دې بلغارۍ وړاندویونکې د سپټمبر د یوولسمې د تروریستي حملو، په ۲۰۰۴ م کال د هند په سمندر کې د څونامي او یو شمېر نورو پېښو اټکل کړی و.

د دې په وړاندوینو کې یوه هم دا ده چې په ۲۰۱۶ م کال به ترهګر په اروپا کې ستره حمله وکړي.

د ورځپاڼې له لیکنې سره سم، مېرمن وانګا په خپل ژوند کې په سلګونو وړاندوینې کړي چې په هغو کې یوه هم دا ده چې د مسلمانانو ترمنځ به ستر جنګ ونښلي او دا جګړه به په ۲۰۱۰ م کال د عربي پسرلي په نوم پیل شي.

دې وړاندیونه کړې چې دا جګړه به په سوریه کې وشي او په ۲۰۴۳ م کال د ایټالیا په روم ښار کې د خلافت د مرکز له جوړېدو سره به پای ته ورسېږي.

سره له دې چې ادعا کېږي چې داموس دا یا هغه وړاندوینه کړې وه خو تراوسه داسي سند نه دی ترلاسه شوی چې دا ادعاوې ثابتې کړي.

ډیلي مېل نه دي ویلي چې د مېرمن وانګا دا وړاندوینې چا چېري ثبت کړي دي. ښايي ۲۰۱۶ کال بې له دې چې د نړۍ په نقشه کې بدلون راشي، تېر شي او په پای کې یې د وانګا وړاندوینې د هیچا په یاد نه وي.

2 thoughts on “د اروپا د ویجاړېدو په اړه د بلغارۍ وړاندوینه”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *