تاند- د اروپا د فضايي تحقیقاتو اداره د یوې داسې سپوږمکۍ د جوړولو په لټه کې ده چې له مځکې ۵۰۰ کیلو متره لوړه ځای پر ځای شي او په اوونیو – اوونیو له یوه ځانګړي ځای څخه، بې له دې چې خپل موقعیت بدل کړي، زموږ د مځکې څارنه وکړي.

دا سپوږمکۍ به، چې له موجودو سپوږمکیو سره توپیر لري، له مځکې زیاته لوړېدای شي او کېدای شي چې د سپوږمکیو او بې پېلوټه الوتکو ترمنځ د پُل کار ورکړي.

د اروپا فضايي اداره غواړي، بې له دې چې د مځکې له اتومسفیر څخه یې سپوږمکۍ ووځي له زیاتې ارتفاع څخه مځکه وڅاري. د دوی په وینا دا سپوږمکۍ کېدای شي له مځکې ۵۰۰ کیلو متره لوړه ځای پر ځای شي.

دا په داسې حال کې ده چې نورې سپوږمکۍ عموماً له مځکې ۲۰ کیلو متره لوړې وي او مسافري الوتکې تر ۱۰ کیلو متره نه لوړېږي.

څرنګه چې په ۵۰۰ کیلو مترۍ کې باد نشته، نو دا سپوږمکۍ په میاشتو – میاشتو په یوه ځای کې پاتې کېدای شي.

د اروپا فضايي اداره د دې لپاره چې دا پلان عملي کړي، نورو څېړنو او کارونو ته اړتیا لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *