د فلک له چارو څه وکړم کوکار
زمولوي هر ګل چې خاندي په بهار
نن د یو لوی انسان لومړی تلين دی، د ژبې، فرهنګ او ادب د ډګر اتل، مورخ اود سیاست لوی مبارز خدای بښلي عبدالرحيم مندوخېل لومړي تلين سره برابره ده.
زموږ چې کله لوی ارمانونه د حقيقت تر ډګره په رسېدو شي، نو بیا د اروښاد مندوخېل په څېر د کار سټې د ابديت لار ونيسي او د خپلې فکري او عملي مبارزې سنګر موږ ته په ميراث راپرېږدي.
له يوه لوري که موږ تل د لویو قدرتونو د زور ازمايي ډګر ګرځېدلي يو او په هر استعمارګر باندې زموږ د وينو پور پاتې دی، نو له بله لوري پرنګي استعمار ګرو زموږ د يووالي پولې ونړولې او ډيورنډ فرضي کرښې په وسیله يې يو لوی او واحد ملت د بېلتون په تبر په ملا مات او تر ننه د همدې بېلتون له امله د وينو قلنګ ورکوي.

د عدم تشدد د فکر لارويانو که د پنجابي حکومت پر ضد د عدالت غږ اوچت کړ، نو پنجابي قيوم خان د عدم تشدد لارويان په وينو ورنګول او د دوی د مظلوميت او عدالت چيغه يې خاموشه کړه، د بابړې دردناکې غمېزې نه وروسته چې په ۱۹۴۸م د اګست پر دولسمه رامنځ ته شوه او په لسګونو د عدم تشدد لارويان يې پر وينو ولمبول، خو د محکومې پښتونخوا مبارزو افغانانو په ډېر جرات سره د دوی د وحشتونو په خلاف مبارزه کړې اوددې مبارزې سنګر له ورځې بلې ته غښتلی کېږي.
پنجاب سامراجي فوځ او ای، ایس، ای په محکومو افغانانو د ظلم مېچنې وګرځولې، بې شمېره مبارز غښتلي او د کار ځوانان يې په یو بل نوم په شهادت ورسول.
په محکومو ولایتونو کې يې د افراط او ترهګرۍ مرکزونه پياوړي کړل، پنجابي فوځ او ترهګرو يو ځای د محکومو افغانانو په وژلو او کړولو لاس پورې کړ، دا لړۍ تر ننه روانه ده.
په مورنۍ خاوره کې چې له نیابتي جګړې څخه څلوېښت کلونه اوړي او لا هم د جګړې بلا بچي زيږوي، په لروبر کې روانو وحشتونو د افغان ژغورنې غورځنګ ته قوت ورکړ.
د بایزيد په لار روان مبارز ځوان منظور پښتون د پنجاب د ظلم په وړاندې د عدالت غږ پورته کړ او پنجاب يې په خپل ايين او قانون پړ کړی او د خپلو ورکو وروڼو او دوستانو د موندنې په تړاو يې غږ اوچت او نړۍ ته يې روښانه کړه چې افغانان ترهګر نه دي، بلکې پنجاب په خپله د ترهګرو د تمويل چارې پر مخ وړي، ترهګرو او فوځ د محکوم افغان پر ضد د ظلم او استبداد لړۍ پيل کړې ده، چې نن په زرګونو افغانان نادرکه دي، زموږ مېنې ورانې دي، بازارونه مو لوټ شوي دي.
منظور پښتون د عدالت او مظلوم افغان هغه اسره ده، چې هرڅوک يې په څېره کې هيلې ويني او پر دې هيله ده، چې منظور پښتون به مو د پنجاب له ظلم او استبداد څخه ژغوري او ترهګر به له محکومو ولایتونو کډې وړي.
د منظور پښتون له لوري پيل شوي حرکتونه هم مخينه لري، په کوزه پښتونخوا کې د افضل خان لالا، اجمل خټک، جان محمد لالا او عبدالرحيم مندوخېل په څېر شخصيتونه لرل، چې د منظور پښتون په څېر په زرګونو افغانان يې له فکر او مبارزې سره اشنايي لري او د هغوی پر لاره هدفمند قدمونه ږدي او د پنجابي ریاست د ظلم او استبداد څېره نړۍ ته ورښيي، چې د ترهګر حامي او محکوم افغانان د ترهګرو په نوم په شهادت رسوي او بیا له نړيوال ايتلاف سره د ترهګرۍ د محوه کولو په خاطر ګوتې پټوي، خو اوس هغه وخت تللی، چې پنجاب به محکوم افغانان د ترهګرو په نوم وژني، ترهګر به د مورنۍ خاورې او کشمير جګړې لپاره چاغوي او له نړيوالو څخه به اقتصادي مرستې تر لاسه کوي، نن د منظور پښتون د عدالت غوښتنې چيغه د زرګونو افغانانو د مظلوميت چيغه ده، نن نړۍ منظور پښتون د يو ښه رهبر په توګه پېژني، نن د باچاخان د فکري مکتب تهداب پوخ شو، چې د عدم تشدد پر لاره له وينو تويولو پرته خپل حقونه تر لاسه او د ظلم په وړاندې يې د عدالت غږ پورته کړدی.
که له نن څخه پنځلس کاله وړاندې حالت ته موږ سترګې ور واړوو، نو دا به څرګنده شي، چې د لوی وطن لویه او سپېحلې داعيه د نن په څېر غښتلې نه وه، له نېکه مرغه چې نن په مورنۍ او محکومه خاوره کې په لسګونه بنسټونه فعاليت کوي او ټول په يوه اواز د لوی وطن د داعيې لپاره مبارزه کوي، قربانۍ ورکوي او د سامراجي فکر د ختمولو لپاره عملي فکري جګړه پيلوي، نن له لاهور څخه د لروبر يو افغان شعار بدرګه کېږي، نن په سوات کې په زرګونو مېندو او خوېندو سره د خپلو وروڼو او بچيانو د راتګ هيلې ژوندۍ شوې دي، نن پنجاب په خپل رنګ کې کوټ شوی او ماتې سره مخ دی.
تر خدای بښلي عبدالرحيم مندوخېل وړاندې کله چې ډيورنډ کرښې توافق لاسليک کېږي، نو ورسره جوخت په ۱۸۹۷ز کال د ملکنډ، چکدرې، وزيرستان کې د ايپي ملنګ، ملانجم الدين اخوندزاده او ملا مانکي په سروالۍ د قومونو مشرانو لوی پاڅون وکړ او تر شبقدر پورې يې ځانونه ورسول، دوی د ډيورنډ کرښې په خلاف مبارزه وکړه، قربانۍ يې ورکړې، خو راتلونکی نسل يې د مبارزې په اصولو باخبر پرېښودل.
سامراجي چارواکو د تل په څېر په محکومو سیمو کې خپل زور، ظلم او استبداد پاليسۍ پر مخ وړې ده، چې د شهيد مشال خان، شهيد نقيب الله مسود او په زرګونو تری تم افغانان يې د ظلم او استبداد ښکاره بېلګې دي.
اجمل خان خټک، افضل خان لالا د پرنګي او سامراجيانو په خلاف د غيرت او ننګ چيغو يې کڼه نړۍ هم په لړزه راوسته، امان کاسي او ډېر نور په ازادي مین د لرو بر د يووالي په ارمان تر مړستونونو ولاړل او موږ يې په وير اوښکې تویوو.
ستر ليکوال، اديب، سیاستوال او مورخ اروښاد عبدالرحيم مندوخېل هم د اتيا کلنۍ په عمر له دې نړۍ څخه د لوی افغانستان له ستر ارمان سره د مرګ پرښتې ته ليبک وويل او له ابديت سره پيوست شول.
انا الله وانا اليه راجعون
خدای بښلی عبدالرحيم مندوخېل چې د پښتونخوا سیاسي ګوند مرستيال له نن څخه اتيا کاله وړاندې په ۱۹۳۷ز کال د محکوم بلوچستان په ژوب سيمه کې نړۍ ته سترګې وغړولې، کله چې د ښوونځي په دروازه ورننوت، له سیاست سره يې مينه پيدا شوه او د شهيد عبدالصمد خان اڅکزي او باچاخان په مشرۍ يې د پښتون سياسي ګوند غړی شو او ورسره جوخت د ون يونټ او ايوبي امريت په خلاف يې مبارزه پيل کړه.
موږ که د خدای بښلي عبدالرحيم مندوخېل په اړه هر څومره وليکو، بیا يې هم د سیاسي مبارزې او قلم حق ادا کولی نه شو، خو د خدای بښلي عبدالرحیم مندوخېل تلين پوره نه و، چې د يو بل ستر سیاسي مبارز او خپلواکۍ د اخيستلو غورځنګ لاروي محمد جان لالا په وير خبر شوو، خدای دې محمد جان لالا وبښي، غم يې دروند، خو لاره به يې تعقیبوو.
په محکومه پښتونخوا کې د افغان ژغورنې غورځنګ حرکتونه او په جنوبي پښتونخوا کويټه کې د محکومو هزاره افغانانو اعتصاب به د پنجاب د ظلم او استبداد بېړۍ ډوبېدو ته نژدې کړي، د لرو بر د يووالي په هيله