تاند- د کندوز د ارچي ولسوال ادعا کوي چې د کندوز لپاره د وسله والو طالبانو والي له ټپي کېدو وروسته د درملنې لپاره تاجکستان ته وړل شوی دی.
د ارچي ولسوال، وايي چې د کندوز لپاره د وسله والو طالبانو ځانبولی والي د روسانو له لوري د درملنې لپاره تاجکستان ته بېول شوی دی.
تر دې وړاندې د کندوز پخواني والي عمر ساپي ادعا کړې وه چې روسان د تاجکستان په خاوره کې د طالبانو پوځي وسلې او زغرګاډي ترمیموي.
خو روسیې، تاجکستان او طالبانو دا ادعاوې رد کړې.
روسیې ویلي دي چې له افغان طالبانو سره د داعش پر ضد د مبارزې لپاره تماسونه لري.
د ارچي ولسوال نه دي ویلي چې د طالبانو ځانبولی والي کله او یا په کوم ځای کې ټپي شو.
ارچي د امو سین په غاړه پرته ولسوالي ده. امو سین د افغانستان او تاجکستان ترمنځ بهېږي.
دا ارتباط او تړون یو ځل مخکی زموږ د اتحاد شوروی همفکرو پرچم او خلق ملحدو ستالینی ګوډاګیانوهم تجربه کړی چی خپل کور او خلک یی پری تباه او تر ننه دوام لری، ډیر وخت هم پری نه تیریږی ،کیدای شی چه د طالبانو مشران ټول پری شاهد وی.نو سوالونه دا دی:
دا ارتباط او جګړه د څه لپاره؟ آیا پوتین طالب شوی که طالب د پوتین ملیشه؟
آیا پاکستان او مولانا فضل الرحمن طالبان خرڅ کړل؟
دا ډول ارتباطات او جګړی زموږ اسلامی او افغانی هویت تر سوال لاندی نه راولی؟او
کوم عزت او انسانی امتیاز لری؟
کوم عزت چی په کور دی ولو که کم وی هیڅوک درته نه قایلیږی ،نور مو استعمالوی، څوک چه موږ اکمالوی هغه خپل مرام خامخا تحمیلوی دا د خدای لپاره ندی
په کور دننه یووالی او اخوت د ټولو خیرونو سرچینه ده
مؤمن اشداء علی الکفار رحمآؤ بینهم وی او دننه کار آسان او باعزته او ذلت یی کم دی یا اولی الالباب! افلا تعقلون؟