دپکتیکا والي ښاغلي انجینرعبدالکریم متین،چې ارګون ولسوالۍ ته د روژي په میاشت کې د شوې چاودنې د قربانیانو فاتحې او په دې ولسوالۍ کې دشته ستونزودلیدواو اوریدوپه موخه تللی وه له خلکو سره ژمنه وکړه،چې ډیرژربه یې په بیلابیلو برخو کې دشته ستونزودلمنځه وړلولپاره جدي اوعملي اقدام وکړي .
له ښاغلي انجنیرمتین سره په دې سفرکې دپکتیکا مدني اوپرمختيايې ټولنې مشر جنرال مهمند کټوازي دپکتیکا ولایت بیلابیلوامنیتي اوملکي اداروریسانواودولایتي شورا یوشمیرغړوملتیا کوله ددې ولایت د ارګون او سروبي ولسوالیو د مشرانو ځوانانو، مدني ټولنو، او د دولت له ملکي او نظامي چارواکو سره وکتل.
د پکتیکا والي او ورسره مل پلاوي لومړی په ارګون ولسوالۍ کې دغمځپلې پیښې دقربانیانو کورنیوته ددعا لاسونه پورته کړل،وروسته یې ددې ولسوالۍ دیوشمیرقومي مشرانو،مدني فعالانوله لوري ستونزې واوریدې،قومي مشرانو اوځوانانوپه دې ولسوالۍ کې دپوهنې، روغتیا،کرهڼې،په ارګون بازارکې دماسټرپلان دعملي کولواو ځوانانوته دکارپیداکولوهغه ستونزې یادې کړې چې همدا اوس ددې ولسوالۍ خلک ورسره لاس اوګریوان دي،همدرانګه دوي ارګون د نهو همجوارو ولسوالیو مرکز یاد کړاو وې ویل لکه څرنګه چې لازمه ده هسې توجه ورته نه ده شوې .
ښاغلي متین دیادوستونزوله اوریدو وروسته دارګون روغتون، دبالیشوعالي لیسې دګمرک مدیریت او بازارڅخه لیدنه وکړه ، دلیدنې پرمهال په یادو اداروکې یې شته ستونزې ټولې په ګوته اواړونده مسؤلینوته یې دنده وسپارله ترڅولومړی له خپلو امکاناتوڅخه په ګټې اخیستنې سره دموجوده ستونزوپه لمنځه وړلوکې جدي اوعملي اقدام وکړي اوهغه ستونزې چې ددوي له وسې پورته دي دولایت مقام ته ژرترژره په ګوته ترڅو یې له مرکزي ادارې سره شریکې اودحل لارې چارې ورته پیداکړي.
له غرمي وروسته دپکتیکا والي او ورسره مل پلاوي د سروبي ولسوالی ته سفر وکړ او هلته یې هم د سروبي ولسوالی له مشرانو، ځوانانو، او ددې ولسوالی له ملکي او نظامي چارواکو سره وکتل.
دسروبي ولسوالۍ اوسیدونکو انجنیر عبدالکریم متین ته دښه راغلاست ترڅنګ خوښي څرګنده کړه چې دخپلې نوې دندې په دوهمه اونۍ کې یې ددوي ولسوالۍ ته سفر وکړ اوددوي ستونزې او غوښتنې یې له نږدې واوریدې او هم یې په خپلو سترګو ولیدې .دوي زیاته کړه،چې په دې ولسوالۍ کې په هیڅ برخه کې هم پرمختګ نه دی شوی اوله زیاتوستونزوسره لاس اوګریوان دي .
والي انجنر عبدالکریم متین دسروبي ولسوالۍ په خلکو غږ وکړ چې د دوی شته ستونزي به په تدریجي ډول سره حل کوي، او له خلکو یې غوښتنه وکړه چې د ټوپک پر ځای قلم را واخلي تر څو هیواد له روانو ناخوالو څخه خلاص او خلک یې په ارامه توګه ژوند وکړي.
دپکتیکا والي په داسې حال کې بیلابیلو ولسوالیوته خپل سفرونه پیل کړي ،چې دخپلې دندې په لومړۍ اونۍ کې یې د ولایت ټول ریسان په اوو ګروپونو وویشل او بیلابیلو ولسوالیوته یې ولیږل،ترڅودهرې ولسوالۍ له قومي مشرانو، ځوانانواوچارواکو سره له نږدې ددوي ستونزې او غوښتنې واوري اوهم یې په خپلوسترګو وویني،ترڅو ورته په تدریجي ډول دحل لاره پیدا کړي.
د پکتیکاولایت مطبوعاتي دفتر