۱۶ جوزا ۱۳۹۴
اکبر راحل : ښرنه :
د پکتیکا ولایت د سرحوضې ولسوالۍ اړوند د شاطورو په سیمه کې پنځو تنو وسله والو مخالفینو او امنتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د اورګون ولسوالۍ امنیه قوماندان ظفرخان عادل پدې اړه میلمه راډیو ته وویل چې یاد برید نن غرمه شاوخوا دولس بجي هغه مهال رامنځته شو کله چې امنتي ځواکونو اورګون ولسوالۍ ته په لاره ول.
ده زیاته کړه وسله والو مخالفینو د سرحوضې ولسوالۍ اړوند د شاطورو په سیمه کې امنیتي ځواکونو ته کمین نیولی چې په پایله کې ۲ تنه وسله وال ووژل شول او دوه نور ټپیان شول.
نوموړي همدا راز زیاته کړه چې پدې برید کې یو تن ملي پولیس هم وژل شوی دی.
ظفر خان وویل چې د اورګون ولسوالۍ د امنیی قوماندانۍ پولیس هر سهار تر سروحوضې ولسوالۍ پورې له ماینونو د لارې د پاکولو په موخه ګزمه کوي چې وخت نا وخته له وسله والو مخ کیږي او په پایله کې یې جګړه رامنځته کیږي.
د اورګون او ښرنې تر منځ لاره شاوخوا پنځوس کیلو متره ده چې د ورځې په اږدو کې زرګونه خلک پرې تګ راتګ کوي.