ظفر باوري : ۱۵/۰۲/۱۳۹۴

د پکتیکا د ارګون ولسوالۍ د بازارد جامع جمات سره د یو میلیون څلور لکه دوه اتیا زره افغانۍ مرسته وشوه

د پکتیکا ولایت د ارګون ولسوالۍ د جامع جمات مهتمم مولایی خلیفه اکرم خادم وویل چې دغه اندازه پیسې د افغانستان د مخابراتو او تکنالوژۍ وزارت پخواني وزیر امیرزي سنګین په هڅه د افغان بیسیم ، ام ټي این ، روشن او اتصالاتو د شبکو له خوا دوی ته ورکړل شوي دي .

خلیفه اکرم زیاته کړه د دولت لخوا ورسره چې کومې وعدې د ارګون بازار د جامع جومات د ترمیموولو لپارشوې وې تر اوسه ندي په ځای شوي او په راتلونکي کې یې پوره کیدو ته هیله مند دی

خلیفه اکرم خادم وایي هغه اندازه پیسې چې دوی تر لاسه کړي د جامع جمات د ترمیمولو او رغولو لپاره بسنه نه کوي دا ځکه د دولتي چارواکو او دوی لخوا چې د جامع جومات د ترمیم او جوړونې لپاره ترتیب شوی براآورد و د پنځه نیم سوه زرو دالرو په شاوخوا کې اټکل شوی وو.

د خادم په وینا په ترلاسه شوو پیسو به د جامع جمات ځیني ستونزې حل کړای شي او له ټولو مسلمانانو او شتمنو کسانو یي وغوښتل چې د جماتونو او نورو خیریه ځایونو په جوړولو کې دې پوره پوره برخه واخلي

د یادولو ده چې د ارګون ولسوالۍ د بازار د جامع جمات ځیني برخې د تیرې روژې په میاشت کې د یوه ځانمرګي برید په ترڅ کې ویجاړې شوي وې او ددې جمات د خطیب مولوي محمد عالم عابد په شمول یې د ۸۰ څخه زیات ملکي وګړي شهیدان او د ۱۰۰ څخه زیات کسان ټپیان کړل .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *