تاند- د بدخشان ولایتي چارواکي وايي چې پولیسو نن /سې شنبه/ د ارګو په مصیبت ځپلې سیمه کې له هغو خلکو سره شخړه وکړه چې پر یوه لارۍ ورمات شول.

په لارۍ کې د سیمې د مصیبت ځپلو لپاره مرستې بار وې.

د بدخشان امنیه قومندان فیض الله عیار وویل چې پولیسو د خلکو د تیت پرک کولو لپاره هوايي ډزې وکړې خو په شخړه کې څوک ژوبل شوي نه دي.

اسوشیتید پریس خبري اژانس وايي چې د پر له پسې ډزو ویدیو یې ترلاسه کړې ده. په ویدیو کې د ډزو د ږغ ترڅنګ خلک ښکاري چې ځانونه پټوي.

د بدخشان ولایت د ارګو په اب باریک کلي کې د جمعې په ورځ د غونډۍ د ښویېدو له کبله په سلګونو تنه تر خاورو لاندې شول.

چارواکي وايي چې اړو کسانو ته د مرستو په رسولو کې له ستونزو سره مخامخ دي ځکه چې د شاوخوا کلیو اوسېدونکي هم د پېښې ځای ته راغلي او مرسته غواړي.

د نړۍ ګڼو هیوادونو د بدخشان د پېښې له مصیبت ځپلو سره مرستې اعلان کړي دي.

ترکیه، اذربایجان، تاجکستان، چین، پاکستان او هند هغه هیوادونه دي چې د ملیونونو ډالرو په ارزښت مرستې یې اعلان کړي دي.

One thought on “د ارګو په مصیبت ځپلې سیمه کې د خلکو او پولیسو ترمنځ شخړه”
  1. داجه تر كيه ، هند ، اذربايجان ، تا جكستان ، باكستان. ، جين ،به ميلونونو دا لرؤ به أرز شت خبلي مرستي اعلان كري كه واقعاء زره سوان دي موجوده وي د مقتولينو ، باتو غرو ته او هغه خلك جه زيانمل او بي كوره شوي يو شكلي شهر كوتي به جور ولو أقدام وشي ترخو تول زيانمن شوي كورونه بير ته به خاي او به أظافكي بيسو دكور آباطه اودكاركولو شرائط مساعد كري داسي نشئ جه دمهاجرو دوزارت ، او جناب خليلي صاحب تر منخ تقسيم حيف او ميل شي تول كار بايد ديو لإسه به كار واجول شي
    جلالزوي

  2. افغان دولتی چارواکو ته بیا یو ښه چانس په لاس ورغلی دی چی خپلی خیټی پدغه پیسو ډکی کی – نوښ جان مو سه په اخرت به بیا حساب سره کوو اوس خو مو وس کار نه کوی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *