له دوولس کلن اخ او ډب او جګړو وروسته امريکا په هېواد کې د جګړې مخالف لوري طالبانو ته د خبرو اترو لپاره په عربي هېواد قطر کې دفتر ورکړ. هلته په دفتر کې د سولې د خبرو اترو لپاره څو کسان مېشت شول، خوشالۍ يې څرګندې کړې او دا يې يوه فتحه وبلله. سره ددې چې فتح هغې ته ويل کېږي چې يوه سيمه ونيسې. خو دوی په خپل هېواد کې کومه سيمه نه وه فتح کړې، که دوی کومه سيمه فتح کړې وای نو په افغانستان کې به يې دفتر په کې جوړ کړی و. سره ددې د دوی د خوشاليو تر څنګ ملت هم د ډېرو اندېښنو سره سره بیا هم خوشاله و. ملت فکر کوي چې په دې سره به يوه نسبي سوله راشي او نور به له دې کور ړنګو جګړو خلاص شي. د دوی د دفتر له جوړېدو سره سم، جګړو نور هم زور واخيست، آن تر دې چې د بابا تر کوره راورسېده. کله چې د بابا خونه هم خوندي نه وي نو د لمسيانو يې دې خدای چاره وکړي.

که پخوا په پنجوايي، شينډنډ، هسکه مېنه، چک او نورو لرې پرتو سيمو کې جګړې پېښېدې، دا دي اوس د ولسمشرۍ تر ماڼۍ هم راورسېدې. ولسمشر به هم د وسلو ډزو وېرولی وي. هغه به هم تېښتې ته لاره برابروله، د مېرويس او ملکې په غم کې به ورسره وو، چې څه ډول يې له ارګه بهر کړي. خو د بيړې او فکر د خرابېدو له امله به په دې هم نه پوهېدو چې کوم هېواد ته ژر پناه يوسي. دا چې له نېکه مرغه جګړه پای ته ورسېده او ولسمشر هم له دې جنجاله خلاص شو.

دا ډول جګړې به ترڅو پورې زغمو! د سولې د خبرو لپاره اوس د قطر دفتر د رسنيو سرټکی ګرځېدلی خو د قطر د دفتر له پرانيستل کېدو وروسته هم جګړې د پخوا په شان روانې،  آن تر پخوا ځواکمنې شوې دي. موږ به ترڅو يوازې په کنفرانسونو، غونډو او د سولې په بې مفهومه خبرو تېرويستل کېږو. ملت ته تل دروغ ويل کېږي، ملت تل تېرويستل شوی خو اوس ملت يوې داسې کندې ته ټېل وهل کېږي چې پای يې هېڅ نه دی مالوم. د دولت مخالفينو ته د سولې د خبرو اترو لپاره دفتر پرانيستل شو خو ددې پر ځای چې خبرې پيل شي او يا هم کوم اوربند وشي د ولسمشرۍ په ماڼۍ بريد کېږي چې ډېره شرموونکې او وېروونکې موضوع ده.

شرموونکې ځکه ده، چې په سيمه کې د امنيت، جګړو د له منځه وړلو او خلکو ته د سوکالۍ د راوستو لپاره مو هېواد له بهرنيو سرتېرو ډک دی او شعار يې هم په سيمه کې د امنيت راوستل دي، خو ورځ تر بلې بدتري راولي. دوی د امنيت پر ځای امنيت خراب کړی دی. ملت سوله غواړي، له جګړو، وژنو، تښتونو او ويجاړيو نور ستړي شوي. ملت نور نه غواړي چې هره ورځ په خپل هېواد کې د ورانيو اواز واوري. دولت بايد ملت ته ځواب ورکړي چې دوی هم يوه زره واک لري کنه که يې لري نو امنيت يې په څه بوخت دی؟ که دوی د ولسمشرۍ ماڼۍ هم نه شي ساتلای نو ملت به له دوی څه تمه ولري.  دوی خو د واک د لېږد په ورځ ډېرې لويې خبرې وکړې چې دوی اوس دومره پياوړي شوي چې نور بهرنيانو ته هېڅ اړتيا نه لري. ملت هم د دوی په خبرو خوښي وښوده، خو د ولسمشرۍ ماڼۍ ترڅنګ جګړې څرګنده کړه چې دوی په خپلو امنيتي پوستو کې ويده دي يوازې خپلې مېلې او چړچې کوي نور د ملت غم ورسره نشته. کنه دا هم وېروونکې او هم شرموونکې ده چې له دومره امنيت او دومره لويو خبرو سره دې هم څو تنه د پلازمېنې له ټولو پوستو تېر شي او د ولسمشرۍ ماڼۍ ترڅنګ دې جګړه وکړي.

One thought on “د ارګ ترڅنګ، د جګړې وېروونکی غږ / سيدحبيب”
  1. د کابل تور بازار (کهنه فروشی) کې د افغان او ناټو یونیفورم خرڅ ځای.
    طالبان او نورې هغه مخالفې وسله والې اورپکې ډلې پخپل جنګ کې یې ډېر مهارت پیدا کړی دی او ددوی جګړه یوه پېچلي پړاو ته ننوتې ده..
    د افغانستان په لویو ښارونو کې د ډله ییزو بریدونو پرمهال د افغان ځواکونو له یونیفورم ګټه اخیستل او ان د ناټو ځواکونو یونیفورم او پوځي نښانونه کارول د جګړې یو نوی تاکتیک دی، چې افغان ځواکونو ته یې د دښمن پېژندلو کې لوی سرخوږی جوړ کړی. په وروستیو څو لویو ډله ییزو بریدونو کې د افغانستان امنیتي ځواکونه غولول شوي او غافل ګیر شوي، ځکه چې برید کوونکو د پوځ په یونیفورم کې بریدونه وکړل.
    تر ټولو وروستی ډله ییز برید د ولسمشر پر ماڼۍ و، چې ځانوژونکو بریدګرو د ناټو له یونیفورم او نښانونو په ګټې اخیستو د ارګ دروازې ته نژدې ځانونه ورسول. په وروستیو کلونو کې د حکومت مخالفینو له بېلابېلو جنګي تاکتیکونو کار واخیست، د ښځو جامې، چادري او د افغان پوځ له یونیفورم یې ګټه واخیسته، خو د ناټو او ایساف ځواکونو له یونیفورم او پوځي نښانونو په ګټې اخیستو بریدونه یې تر ټولو وروستۍ بېلګه او جنګي تاکتیک و. اکثر د تالاشی وخت کښی افغان ملی پولیس هغه کسان نه تالاشی کوی چی فوځي یونیفورم یی پر تن وی او همیشه اورپکو په همدی یونیفورم غولولی وی او دا یوه لویه ستونزه ده چی ملی پولیس نه شی کولای ددوی پیژندګلوی وکړی.
    د افغانستان د کورنیو چارو وزارت باید دی ته جدی پاملرنه وکړی او دداسی بازارونو مخنیوی د وکړی..

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *