تاند- د ارګ یا د افغانستان د جمهوري ریاست د تشریفاتو د نوي ريیس سلیقه په پراخه پیمانه ستایل شوې ده.

محمد هارون چخانسوري وروسته له دې د ولسمشرۍ د تشریفاتو ريیس وټاکل شو چې مخکیني ريیس د کندهار د ولایتي شورا ريیس د ولسمشر په وړاندې د بې ادبۍ په خاطر په سوک وواهه.

چخانسوري تر دې وړاندې په نړیوال بانک کې کار کړی او څه باندې ۱۲ کاله یې په حکومتي او ناحکومتي موسسو کې د پالیسۍ او منجمنټ په برخو کې کار کړی دی.

ده د استرالیا د سیدني پوهنتون د منجمنټ (ادارې) او پالیسۍ په څانګه کې ماستري کړې ده.

په دې ترتیب شوي مېز کې په لږ مصرف لوړه سلیقه له ورایه ښکاري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *