یو تازه تحلیل ښيي، چې په تېره یوه نیمه لسیزه کې چې د نظار شورا د وژل شوي قوماندان احمدشاه مسعود پلوي کوڅه ډب او لنډه غر ځوانان هر کال د سنبلې په ۱۸مه په کابل ښار کې له وسلو سره ګرځي او په ښاریانو کې وېره او ترهه خپروي، واکمن په لوی لاس ورته څه نه وایي.
دغه تحلیل وایي، چې په ارګ کې حاکمې کړۍ د پخواني ولسمشر کرزي له وخت راهیسې او اوس د ولسمشرغني تر واکمنۍ پورې په خپله لاره ورکړې چې د نظار شورا کوڅه ډب ځوانان داسې ننداره جوړه کړي، هوایي ډزې وکړي، خلکو ته کنځلې وکړي او نفرتونه خپاره کړي.
د سیاسي چارو یو تحلیلګر او د ولسمشرغني له حلقې سره نژدې فعال، نجیب ننګیال، لیکي، «دا پنځوس موټره لنډغر چې په تمانچو او برچو یې د ښاریانو په حیثیت ملنډې وهلې او پاور شو یې کوله. هیڅکله دا مانا نه لري چې حکومت ناتوانه دی او نه یې شي کنترولولی. دا حکومت چې د دوستم په څېروحشي، د قیصاري په څېر سرکش، د عطا په څېر ځواکمن او د ملا تره خېل په څېر لېونی مهارولی شي، دا خامه خوله هلکان ورته ولاکه یوه چونډۍ نسوارهم وي،»
د ښاغلي ننګیال له لیکنې څخه ښکاري، چې ولسمشرغني او ملګرو یې په لوی لاس پرېښي چې خلک د پخوانیو مجاهدینو او په ځانګړې توګه د نظار شورا د ۱۳۷۰مو کالونو د واکمنۍ تېر شوی فلم بیا بیا وګوري.
ننګیال لیکي، «غم دا دی چې د حکومت په راس کې یو ډول کاذبه خوشباوري موجوده ده. دوی دا خلک پرېږدي چې لنډغري وکړي. خلکو ته د جنایتکارانو اصلي څېره وښایي. خلکو ته وښایي چې که یوه ورځ قانون معطل شي، څه پېښېږي. حکومت غواړي نړېوالې ټولنې ته وښایي چې د واک د انتقال او د واک د خپلولو لپاره بهترین انتخاب څوک دي. همدا لنډغر چې په هیڅ ډول بشري جنایت دریغ نه کوي او که نه روڼ اندي ځوانان، تکنوکراتان، ارزښتونو او قوانینو ته ژمن قشر؟»
د نظار شورا پلویان احمدشاه مسعود ته چې په افغانستان د شوروي اتحاد د یرغل پر وخت په پنجشېر کې د برهان الدین رباني په مشرۍ د جمعیت ډلې قوماندان وو او وروسته یې د نظار شورا په نامه ډله جوړه کړه، د «قهرمان ملي» خطاب کوي، په داسې حال کې چې نور بیا مسعود یو جنایتکار او د بشري حقونو ناقض بولي او وایي چې د قدرت پر وخت یې په کابل ښار کې د افشارو په عام قتل، د دارالامان په بمبارۍ، د کارته نو په ورانولو، د کارته سه او کارته چار په ورانولو… کې نېغ په نېغه لاس درلود.
په فراه ولایت کې د سنبلې په ۱۸مه د مسعود د یوه پلوي والي، عبدالبصیر سالنګي، له خوا رابلل شوې غونډه کې د ولایتي شورا غړو د مسعود د بې ځایه ستاینو په وړاندې احتجاج وکړ، د نوموړي عکسونه یې څیرې کړل او ویې ویل چې نوموړی په کورنیو جګړو کې ښکېل کس وو چې هغوی یې قهرمان نشي بللی.
ډاکتر نجیب ننګیالی وړاندې لیکي، «دا کار ګټه لري. واقعا یې لري. خلک ورځ تر بلې د جهاد په نوم د جنایتکارانو څخه کرکه کوي، خو تاوان یې تر دې ډېر دی. مثلا خلک په حکومت، د حکومت په حاکمیت او امنیتي ځواکونو بې باوره کېږي. خلکو کې وېره خپرېږي. پانګوال زړه ماتي کېږي. تر ټولو بده یې دا چې خلک د طالبانو وحشت او ظلمونو ته برات ورکوي. د دې کارونو مخه باید ونیول شي او جدا ونیول شي. دا کاذبه خوشباوري باید د لوړپوړو حکومتي چارواکو له مغزو لرې شي او دغو تاوانونو ته متوجه اوسي.»
د سنبلې په ۱۸مه د فیسبوک یوه کاروونکي، چې نه غواړي نوم یې خپور شي، لیکلي وو چې یوه کوچني زوی یې د سنبلې په ۱۷مه ترې پوښتنه وکړه چې پلاره مسعود څنګه شخص وو؟ هغه ورته وویل، چې زویه سبا به یې وګورې.
د سږ/۱۳۹۷/ کال د سنبلې په ۱۸مه د کوڅه ډبو ځوانانو په هوایي ډزو کې په کابل کې ۱۳ کسان ټپیان او یو ځوان هلک ووژل شو.
که څه هم چې د نظار شورا د کوڅه ډبو ځوانانو هغه وحشیانه ننداره چې خلک یې کال په کال ګوري له یوې خوا خلکو ته وریادوي چې د یادې ډلې په وخت کې د افغانستان او په تېره بیا د کابل ښار حالت څنګه وو، خو ډېر خلک په دې باور دي چې دغه ننداره د ګټې په ځای د کابل ښاریانو ته ذهني نا ارامي ورکوي او په کار دی چې دغه وحشي ځناور پرې نه ښودل شي چې بیا سرکونو ته راوځي او خلکو ته د ضرر رسولو سبب وګرځي.
سلامونه،
دا د جنایتکارو جمییتِ نضار او امریکا-ناټو د لڼدغرو او لاسپوڅو تالي څټو واکدارانو ته ګټه رسوي ، دوی خپل زور ښودنه کوي ؛همهاغسې چې مالم خطا ء بینور! ۱۶ کاله د شمال ولایتونو پر ځانګړو پښتنو آن تر دآصف مومند دغوږ خوړلو! او باج اخیستلو وښوده.
اوس چې بیا انتخابات نېژدې دي او ټولوع جنایتکارانو له خطا ګڼډې+ربانینګ+ فدرام ستمیان+ دوموزلر!!؛ منافقین مهقق او ځینې آخندزاده ها، کرزیها، مجډدینګ ، ګیلاڼنګ ، داړه ور عبد الرازق، پوډري قدیر ، جټ اسماییل ، نداف منافق او امثالهم ….. د خلکو سترګو کښې خاورې پاشي او د جاسوسي کړیو (له پنجاب،کولاب، قم،تهران، صعودي !، موساد!، انګریزان. ؛ روس او امریکونیانو ما فیا ګانو …) له خوا خونړئ حملې پر مصومو بیګناه ولس آخر حد ته رسولي ؛ د لا نورو ګټو ته په سپین سترګیو او بی حیایوو خپلې سرماېې او زیرماېې په داخل او خارج کې ډیروي او ولس ۵۶% د فقر خط لاندې ټیل وهي !
نو تاسې ووایئ چې ګټې ېې چاته ورسیدې او یا به ورسیګي؟؟