تاند- د ولسمشر کرزي دفتر وايي چې له دوو کاندیدانو سره د پخوانیو جهادي مشرانو او د درې ګونو قواوو د رييسانو په نننۍ کتنه کې مهم پرمختګ وشو.
په دې کتنه کې، چې په ارګ کې د ولسمشر کرزي په حضور کې وشوه، اشرف غني احمدزي، عبدالله عبدالله، د ولسمشر دواړو مرستیالانو حضرت صبغت الله مجددي، پیر سید احمد ګیلاني، عبدالرب رسول سیاف، د سترې محکمې رييس، د ملي شورا د دواړو جرګو رئیسانو، پوهاند نعمت الله شهراني، مولوي قیام الدین کشاف، حاجي دین محمد، او محمد اسماعیل خان ګډون درلود.
ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په غونډه کې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د کاندیدانو ترمنځ د اختلافاتو د حل کېدو او د ملي یووالي د حکومت د جوړېدو په برخه کې مهم پرمختګونه وشول.
د ارګ په خبرپاڼه کې نه دي ویل شوي چې څه ډول پرمختګ شوی او ایا دواړه کاندیدان حاضر شوي چې د ملي وحدت د حکومت موافقه لاسلیک کړي.
خو ویلي یې دي چې د غونډې برخوالو پر پرمختګونو خوښي ښکاره کړه او له کاندیدانو یې وغوښتل چې ژر نهايي موافقه لاسلیک کړي.
د ارګ اعلامیه همداراز وايي چې ښاغلي کرزي هم خوښي څرګنده کړه او هیله یې وښوده چې د هیواد د مشرانو په حضور کې د دغو موافقو متن ژر تسجیل شي.
دوی د نوي ولسمشر د لوړې د مراسمو د څرنګوالي په باب هم خبرې وکړې.
داول څخه تر اوسه دانتخاباتو دستونزی اصلی مهره کرزی دی.
زه حیران ملل متحد او نورو بهرنیو ته یم، چه په خپلو سترگو او لاسونو یی څو کرتی، څو ځلی او څو واری درایو صندقونه وشمیرل٬ وڅیړل او گټونکی ولسمشر یی هم معلوم کړه مگر دوی بیا هم غلی دی.
زه دیوه افغان په حیث دانتخاباتو دغه دسیسی او دوکی په کلکه غندم، او اشرف غنی ته په زغرده وایم چه ددغه خلکو دوکو او خبرو ته اهمیت مه ورکوه، او هم زمونر راتلونکی زوند بیا دکعبی قسمخورانو، جنگی مجریمانو، دبهرنیو جاسوسانو او فسادیانو په لاس مه ورکوه.
ښاغلی اشرف غنی ولسمشر دی او دحکومت دجوړولو مسولیت او ذمه واری دهغه کار دی.
مگر که چیرته ښاغلی غنی بزدلانه حرکت وکړی او دملی یووالی په نوم اوسنی دسیسه ومنی نو فکر کوم چه په دنیا کی به ډیر بی زړه او بزدله ولسمش وپیژندل شی.
زه دا نه وایم چه دملی یووالی حکومت مه جوړوه، جوړ یی کړه مگر نه ددغه جنایتکارانو څخه، په پنجشیر، بلخ اونورو ولایاتوکی ددغی خلکو څخه په څو چنده نورښه هوښیاران، پوهان اوباتدبیره خلک شته دهغوی څخه دغه دملی یووالی حکومت جوړ کړه.
غنی وروره دا خبره باید هم دپامه ونه غورځوی چه دعبداله گروپ تاته تروریست اوطالب وای، اوبیا عطا نور خو تاته هغه الفاظ او کلیمی استعمال کړیدی، چه زه یی دلته دلیکلو څخه ډه ډه کووم. نواوس په خپل وجدان کی فکروکړه، چه ایا ته ددوی سره په گډ حکومت کی خپل ځان محفوض بولی ؟ او یا داچه تاسی هم دنورو خلکو پشان ارمان پوره کویی او غواړی چه یو دوه ورځی ستاسی نوم هم دافغانستان په ولسمشری او یا پاچاهی لست کی ولیکل شی.
محمدالله
I Think what Ashraf dreams will not come true.the chess prawns gathered in Arch and trying to exert pressure on Ashraf ghani for allocating more power for Abdullah.I am not against the unity government the Tajk,uzbak,turkman and hazara all are afghans and they have rights to be part of governmen but let Ashraf ghani the winner decide this who to give which ministry or task.there are so many other tajk ..hazra…uzbak and turkman better and patriotic other than Atta and qanooni e.t.c take them in mainstream of power.