پرون د ولسمشر د چارو د ادارې د پالیسۍ مرستیال عتیق نوشیر، د ولسمشر د پلان د  طرحه کولو رئیس شکرالله عاطفمل او د افغان پوهنتون موسس عبدالرشید ایوبي د افغانستان کرکټ بورډ ادارې ته لاړل.

راغلي هیئت د افغانستان کرکټ بورډ نوي مشرتابه ته ښه راغلاست ووې او د بریالیتوبونو غوښتنه یې ورته وکړل. دوی د کرکټ په بهیر کې د کرکټ بورډ نوي مشرتابه تجربه پراخه وبلله او د پراخ بدلون هیلې یې وښودلې.

د کرکټ بورډ عمومي رئیس نسیم الله دانش راغلي هیئت ته ښه راغلاست ووییل او د کرکټ بورډ نوي مدیریت نوي پلانونه یې ورته تشریح کړل. نوموړي راغلي هیئت ته ډاډګیرنه ورکړه چې ډیر ژر به لس کلن سټراټیژیک پلان هم د ولسمشرۍ پاڼۍ ته وسپاري. دانش راغلو میلمنو ته په کرکټ کې د مثبتو بدلونو په اړه ډاډ ورکړ او ویې وییل چې موږ به په هره کچه د لاسته راوړنو په لور مزل کوو او زموږ لومړیتوبونه به د ولس لپاره د بریالیتوبونو زیري راوړل وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *