میرویس جلالزی – د آریانا افغان شرکت یو شمیر مساپر وایي چې آریانا شرکت باید په عصري الوتکو سبمال شي که نه نو له ماتې سره  مخامخ کیدو ته یې څه نه دي پاتې.

د ولسي جرګې یو شمیر غړي هم د افغانستان په تر ټولو لوی او پخواني ملي هوايي شرکت (د اریانا افغان هوايي شرکت) نیوکه لري چې د مافیایي کړیو په لاس کې دی او د الوتکو او د الوت د خوندي توب لپاره يې لازمې هڅې نه دي شوي.

یو شمیر هغه کسان چې وخت ناوخت په دغو الوتکو کې یوه او بل هیواد او یو شمیر ولایتونوته سفر کوي، وايي، د دغه شرکت الوتکې نه یوازې دا چې په عصري وسایلو سمبال نه دي بلکې نه د وخت د مدیریت له اړخه او نه هم د الوت د خوندي توب له پلوه سمبالې دي.

هغوی وایي کله چې په دغو الوتکو کې سفر کوي هیڅکله هم د خونديتوب احساس نه کوي .

آریانا افغان هوایي شرکت د افغانستان تر ټولو پخوانی او لوی هوایي شرکت دی چې په ۱۹۵۵ کال کې رامنځ ته شوی دی.

د آریانا افغان هوايي شرکت په یوه الوتکه کې له ډیلي څخه کابل ته راغلي مساپر محمداجان په کابل هوايي ډګر کې په داسي حال کې چې الوت یي کابل ته دوه ساعته ځنډېدلی و، وویل چې آریانا د ضعیفه مدیریت له امله له اوسنیو ستونزو سره لاس او ګریوان دی او دا چې دا ملي هوايي لیکه ده نو ګومان کوي چې ډیر ژر به دېوالیه شي.

هغه وايي، کله یي هم په داسي زړه الوتکه کې سفر نه و کړی او دا چې دا ځل په خیر هیواد ته را ورسید بیا به هیڅکله د آریانا افغان هوایي شرکت په الوتکه کې سفر و نه کړي.

دا د ازیانا افغان هوايي شرکت د الوتکې او مېلمه پالو د هغه وخت عکس دی چې دا شرکت د ښه نوم خاوند و
دا د اریانا افغان هوايي شرکت د الوتکې او مېلمه پالو د هغه وخت عکس دی چې دا شرکت د ښه نوم خاوند و

په ورته الوتکه کې یوه بل راغلي مساپر او د خوست ولایت د اوسیدونکي شیرولي ځاځی بیا نیوکه دا وه چې ورسره د الوتکې خدماتي پرسونل سم برخورد نه درلود او د ده په ادعا آریانا شرکت نه خپلو میلمنو ته درناوی لري او نه هم ملي اصولو ته.

هغه وویل، ده اوریدلي چې آریانا شرکت خپلو یو شمیر نړیوالو الوتنو ته له پردیو ملکونو زړې الوتکې په کرایه نیولي نو ښه به وای چې خپلې الوتکې یې سمبالي کړي وای.

هغه وايي: ((ولي د آریانا شرکت له نورو هیوادونو څخه د الوتکو د په کرایه کولو پر ځای په دغو پیسو د خپلو مساپرو د اعتماد  له پاره خپلې موجودې الوتکې په معیار نه برابروي. زه فکر کوم چې مافیا دا شرکت په لاس کې اخیستې ده او غواړي له ماتې سره ئې مخامخ کړي)).

دا په داسي حال کې ده چې د آریانا افغان هوايي شرکت مسوولین وايي  چې له کومې مرستې پرته د سږ کال په لومړۍ ربع کې پر ځان بسیا “ خودکفا” شوي او اوس خپل لګښتونه په خپله پوره کولی شي.

د یاد شرکت د مدیره پلاوي د یوه غړي پر وینا چې نه یي غوښتل نوم يي واخیستل شي، د آریانا افغان هوايي شرکت تېر درویشت کاله مرستو ته اړ وو او هر کال به یې تاوان کاوه چې دوه کاله وړاندې یې په کال اتلس (۱۸) میلیونه او تېر کال څلور(۴) میلیونه ډالر تاوان کړی و؛ خو د سږ کال په لومړیو څلورو میاشتو کې یې د لګښتونو او عوایدو توازن برابر شوی.

د ده په وینا د آریانا افغان هوايي شرکت اوس د پخوا په څېر کلاسیک شرکت نه دی، بلکې په نوي او عصري سیستمونو عیار شوی او په الوتکو کې یې هم د پام وړ بدلونونه راغلي.

د یاد شرکت د مسوولینو په خبره پخوا به یې یو شمېر چارواکو او کسانو ته پروازونه انتظار کول؛ خو اوس دغه حالت هم پای ته رسېده او په ټاکلي وخت پروازونه کوي.

آریانا افغان هوایي شرکت د افغانستان تر تولو پخوانی او لوی هوایي شرکت دی چې په ۱۹۵۵ کال کې رامنځ ته شوی دی.

دغه شرکت د طالبانو او مجاهدینو د واکمنۍ دمخه د نړۍ ډیرو ملکونو ته الوتني درلودې خکو کله چې لومړی مجاهدین او بیا طالبان واک ته ورسید آریانا شرکت ته سخت اقتصادي زیانونه واوښتل او د طالبانو د نسکوریدو پر مهال یي یو شمیر الوتکي د نړیوالو متحدینو له لوري د بریدونو موخه وګرځیدلي او ویجاړي کړای شوي.

خو د حامد کرزي په مشرۍ د موقتي ادارې له رامنځ ته کیدو سره د ۲۰۰۲ کال کې په دغه شرکت د ملګرو ملتونو د پخوانیو لګول شویو بندیزونو له لري کیدو وروسته د هندوستان هیواد د خپلي هوايي کرښي دری ایربس ( ای دری سوه) ډوله الوتکي له افغانستان سره مرسته کړي او خپل لومړي الوت یي د نوي ډهلي له اندراګاندي هوايي ډګر څخه کابل ته تر سره کړ.

د همدې کال په جون او اکتوبر میاشت کې دغو الوتکو خپله لاره د آلمان او پاکستان لوري ته هم پرانیسته او تر یوې مودې پوري یي دغو ملکونو ته هم مخامخ الوتنې کولي.

خو د ۲۰۰۶ کال په مارچ میاشت کې د آریانا هوايي شرکت الوتني د اروپايي ټولني له لوري د الوت د خوندي توب د معیارونو د نه پوره کولو په خاطر اروپايي ملکونو ته له الوت څخه منع کړای شوي.

دغه شرکت اوس د یو شمیر کورنیو الوتنو تر څنګ د نړۍ محدودو ملکونو لکه ترکیي، هند، سعودي عربستان، متحده عربي امارات، تاجکستان او روسيي ته الوتنې لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *