تاند- د افغانستان د ملي هوايي شرکت (د اریانا افغان هوايي شرکت) یوه الوتکه نن بیړنۍ ناستې ته مجبوره شوه.

د ځینو راپورونو له مخې د اریانا افغان هوايي شرکت د دې بوینګ الوتکې ټایرونه ښویېدلي او له الوتلار (رنوې) څخه کږه شوې ده.

په پېښه کې هیڅ سپرلۍ ته زیان نه دی اوښتی.

د کابل د هوايي ډګر قومندان ویلي چې د اریانا افغان هوايي شرکت بوینګ ۷۳۷ الوتکه له نوي ډیلي څخه کابل ته تازه راورسېده خو د کښېناستو په مهال له الوتلارې وښویېده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *