آريا «حافظ ـ کمال » ليکلي دي:
« زه شېبو ته شاعري کړم !»

ما څه موده وړاندې د آغلې آريا جانې «حافظ ـ کمال » د چاپ شوې شعري ټولګې لومړۍ برخه ( سريزو ) باندې
لنډه رڼا واچوله او د هغو سريزو غورچاڼ مې له تاسې درنو لوستوونکو او قدرمنو هېوادوالو سره شريک کړ ….
دادی اوس د آرياجانې «حافظ ـ کمال » د آزادو شعرونو د کتاب « زه شېبو ته شاعري کړم !» په منځپانګې باندې لنډې خبرې اترې کوم .

د آغلې آرياجانې «حافظ ـ کمال » د « لنډکيو شعرونو » دغه لومړنۍ چاپي ټولګه چې زر ټوکه چاپ شوې ده ،( ۱۴۵ ) مخونه لري ، چې ټول ټال ( ۴۳۴) آزاد او ډېر کوچني کوچني شعرونه پکې ځای پر ځای شوي دي ؛ د دې کتاب په هر مخ کې معمولاً درې شعرونه کمپيوتر شوي او چاپ شوي دي ؛ خو په ځينو ځينو مخونو کې يې يوازې : يو يا دوه شعرونه هم خوندي شوي دي .

د آريا « حافظ ـ کمال » دغه« لنډکي شعرونه» دومره لنډ دي ، چې زه ورته ډېرزيات حيران شوی يم !!! په دې کتاب کې داسې شعرونه دي چې : يوازې يوه ، دوه ، درې څلور ، پنځه ، شپږ ، اووه ، اته ، نهه ، لس او دولس کرښې لري !!
د يوولس کرښو شعر نه لري !!؟؟

لاندې بېلګې يې له تاسو سره شريکوم :

يوه کرښه شعر : « باران »

باران مې اوښکې لمدوي .

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

دوه کرښې شعر : «انځور»

ته ولاړې
انځور دې له ما سره پاتې شو .

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

درې کرښې شعر: «ستا فکرونه»

ستا په فکرونو پايم
کله کله
خاموشي هم را پورې وخاندي .

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

څلور کرښې شعر : « لېمه »

زه ستړې شوم
خوب مې وړي
او زما لېمه
ستا د هرکلي لارې څاري .

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

پنځه کرښې شعر : «سپين سهار»

سپين سهار
آرامه فضا
د لمر تنکۍ وړانګې
زما پولۍ پولۍ پښې
ستا د ديدن له کاروانه پاتې .

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

شپږ کرښې شعر : « پاڼې پاڼې »

ته هغه ولاړ
نشه نشه ګلاب
زه په ډېرې سختۍ
ترتا ځان در رسوم
خو کله چې لاس دروړم
پاڼې پاڼې شي .

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

اووه کرښې شعر:« مکتبۍ »

مکتبۍ مکتب ته روانه وه
په لاره کې چاودنه وشوه
د مکتبۍ يو لاس پرې شو
مورې ، مورې !!
فکر دې وي
ماته د بنګړيو
پوره درجن را نه وړې .

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

اته کرښې شعر : « تور سرې »

زه څومره غرور لرم
زه څومره مهربانه يم
کله کله راته ځان
د ټولې نړۍ واکمنه ښکاري
خو نه
ماته خلک وايي
ته ښځه يې
ته تور سرې يې .

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

نهه کرښې شعر : « شپه »

په آسمان ستوري
پر مځکې ستا پلونه
کله کله
ښکلي او بدرنګ آوازونه
د سپوږمۍ رڼا هم تته
باد مې د وربل تارونه ورو ورو ښکلول
په هر څه کې ښکلا وه
ستوريو په ځير ځير ماته کتل
خو ما ستا پلونو ته .

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

لس کرښې شعر : « سيند »

د رڼو اوبو څپانده سينده !
هر سهار دې سلام کوم
زه درته د زړه ټول رازونه وايم
او ته چوپه خوله يې
مګر له رازونو ډک.
د قدم خاورې
ټولې باد يو وړلې
خو يادونه دې
ورځ تر بلې تاره کېږي .

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

په دې کتاب کې د يوولسو کرښو څخه جوړ شوی شعر نشته!!؟؟

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د دولسو کرښو شعر :«د کلي لاره »

دا د سرو ګلونو کلی
د ازمونږ د غرو لمنې
له رمو او مېږو ډکې
دا ببري او غاټول خاندي
د شپونکي د شپېلۍ غږ ته
د پاوليو شرنګ له لرې
د کوچۍ پر لمن ناڅي
دې فضا او شنو کمرو کې
عجيبه ښکلا پړکېږي
خو کمی کمی کمی دی
ته له مانه لرې لرې
دا ښکلا هسې يو خيال دی .

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

( نور بيا )

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *