د ازادۍ اوږد مزل کتاب د نړۍ مشهورې څېرې او پېژندل شوي رهبر نېلسن مانډيلا لیکلی دی او په نړۍ کې د هغو کتابونو په ډله کې راځي چې ډير پلورل شوی او ډير ژباړل شوی دی. په دې کتاب کې د عدم تشدد لارې، مخکښ لاروي او رهبر نېلسن منډېلا د خپل ژوند ټولې لوړې ژورې راټولې کړې دي او په وینا یې موخه یې دا ده، څو نورو ته د زړورتیا او مبارزې درس پرېږدي. ښاغلي منډیلا په دغه کتاب کې د خپل ژوند ټولې خاطرې او لاس ته راوړنې را ټولې کړې دي. هغه دا په ګوته کړې، چې څنګه له یوه عادي کلیوال د نړۍ په کچه د عدم تشدد د فلسفې مشهوره څېره او د سلګونه جایزو ګټونکی شو. منډیلا د اوږدې مودې لپاره د سوېلي افریقا د خلکو رهبر و. بلخوا ياد کتاب د امازون د شمېرو له مخې د نړۍ د هغه سلو کتابونو په لړ کې راځي چې د نړۍ هر لوستی بشر يې بايد ولولي. دغه ارزښتمن اثر پښتو ژبې ته حزب الله اتل را ژباړلی دی او د اکسوس کتابپلورنځي له لوري چاپ شوی دی. مینوال کولای شي دغه کتاب له نوموړي کتاب پلورنځي په مناسبه بیه تر لاسه کړي .