څېړونکی: پوهنیار محبوب شاه محبوب
د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي استاد
سریزه:
که چېرې د خپلواکۍ د بیا اخیستلو له ورځې تر دا دمه د افغانستان د تېر سل کلن بهیر جاج اخلو نو ګڼې لوړې او ژورې به پکې ووینو.
د غازي له واکمنۍ نیولې تر ډاکتر محمد اشرف غني د فرهنګي بدلون، لوړتیا او زوړتیا سربېره د سیاسي، اقتصادي او ان د جغرافیې په اساس افغانستان ګڼ بدلونونه منلي دي، ځینې یې ښايي شعوري وي او ځینې تپل شوي وي.
په دې مقاله کې موږ د تېر سل کلن بهیر په جریان کې د ښکلو هنرونو د ارتقاء جاج اخیستی او تر ډېره یې پرمختګ او موضوعي بدلون ته تم شوي یو.
په دې مقاله کې به ولولئ چې په افغانستان کې د ښکلو هنرونو غېر رسمي پیل څنګه او څه ډول په رسمي جوړښت اوښتی او کوم بدلونونه پکې رامنځته شوي دي.
موخه:
له دغې څېړنیزې مقالې څخه مو موخې دا دي:
۱: غواړو چې د افغانستان د ښکلونو هنرونو ارتقاء په منظمه بڼه وڅېړو .
۲: غواړو روښانه کړو چې په افغانستان کې ښکلي هنرونه له کومو پړاوونو را تېر شوي دي.
۳: له مقالې څخه مو موخه دا ده چې معلومه کړو د افغانستان ښکلونو هنرونو پرمختګ کړی او که نه.
په مقاله کې راغلي کلمات:
هنر، تیاتر، سینما،نقاشي،رسامي او …
هنر پېژندنه:
مخکې له دې چې د خپلې موضوع په اړه خبرې وکړم، اړینه بولم چې د هنر او ښکلو هنرونو په اړه یو څه لنډ معلومات وړاندې کړم.
د هنر کلمه موږ ډېره کاروو او ښايي بېلابېل تعبیرونه ترې واخیستل شي، په نورو ژبو کې د هنر لپاره یو شمېر کلمې کارول کیږي، د بېلګې په ډول په انګلیسي ژبه کې ارټ، فرانسوي کې ار،په الماني کې کونسټ او … ورته ویل کیږي.
که چېرې په خپله د هنر د کلمې سپړنه کوو نو د دغې کلمې مونډ د سانسکریټ پورې رسي، په پښتو او پارسي ژبه کې د کمال، وړتیا، پوهې،جوهر او … لپاره کارول کیږي.
که چېرې قاموسونو ته سر ورښکاره کړو نو هلته هم په پورته ورته معناو یې پېژندنه شوې، لکه په فرهنګ عمید کې د هنر معنا داسې شوې:
پیشه،فن،صنعت، کارنمایان و برجسته .
ارسطو بیا وايي چې هنر د ښکلا تخلیق دی او هنري تخلیق د لوړې ښکلا نمونه ده.
استاد نجیب فارسي په خپل کتاب هنر شناسي کې لیکي:
((هنر مجموعهای از آثار یا فرایندهای ساخت انسان است که در جهت اثرگذاری بر عواطف، احساسات و هوش انسانی یا بهمنظور انتقال یک معنا یا مفهوم خلق میشوند. همچنین میتوان گفت هنر توان و مهارت خلق زیبایی است.))
نو که چېرې خبره لا را ساده کړو هنر د تخلیقي تومنې هغه جوهر دی چې پنځونه د ښکلا اوج ته رسوي، هغه احساسات او عواطف انتقالوي کوم چې تخلیق کار د تخلیق په وخت لري.
ګڼو هنرڅېړونکو هنر په بېلابېلو برخو ویشلی خو په لویه کې هنر په دوو برخو ویشو:
الف: ازاد یا خپلواک هنر:
دا هغه هنر دی چې انسان ته د چاپیریال سره اشنايي،اړیکې، په بشري پوهونو پوهاوی او … اسانه کوي. لکه : د بیان فن، استدلال،ژبپوهنه، منطق، ریاضیات او …
ب: ښکلی هنر:
ښکلی هنر د ټولنیز موجودیت او شعور هغه ځانګړې پوهه ده چې د ښکلا، احساساتو او عواطفو پورې تړاو لري. یا په بله ژبه ښکلي هنرونه هغه دي چې یوازې د ښکلا پېژندنې پر بنسټ تخلیق او درک شي.
ښکلي هنرونه بېلابېلې برخې لري چې په وروسته به پرې رڼا واچوو.
ښکلي هنرونه نه یوازې دا چې تحریري بڼه لري بلکې دا هنرونه په شفاهي بڼه هم څرګندېدای شي خو درک او تخلیق دواړه یې د ښکلا پېژندنې پر بنسټ دي.
په ښکلو هنرونو کې نقاشي، رسامي،موسیقي،ګډاګانې،تمثیل،مجسمه جوړونه او … شامل دي.
که د ښکلونو هنرونو د کیفیت او څېړنې په باب څومره هم خپله لیکنه اوږده کړم ښايي کمه وي خو زما د مقالې اصله موضوع د ازادۍ د بیا تر لاسه کولو په سل کلن بهیر کې د ښکلو هنرونو ارتقاء او د کیفیت جاج اخیستل دي، مخکې له دې چې د ښکلو هنرونو د ارتقاء جاج واخلم اړینه ده چې د خپلواکۍ بېرته ترلاسه کولو په اړه لنډه رڼا واچوم.
خپلواکي او غازي امان الله خان:
د ۱۲۹۸ کال د زمري ۲۸مه، د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته اخیستو د اعلان ورځ ده. له نن څخه پوره سل کاله وړاندې د خپلواکۍ د بېرته اخیستو اعلان نه یوازې افغانانو ته ډېر ارزښت درلود بلکې د اسیا ځینو هېوادونو ته هم الهام بخښونکی و. دا اعلان د انګرېزانو په اسیايي مستعمرو کې د ازادۍ غوښتونکو حرکتونو لپاره یوه پیلامه وه.
۱۰۰ کاله مخکې، امان الله خان د زمري پر ۲۸مه د راولپنډۍ د سولې تړون له توشیح کېدو وروسته په دې ورځ د هېواد ازادي ونمانځله او له افغانانو یې وغوښتل چې تر دې وروسته به دا ورځ د هېواد په تاریخ کې د ملي ورځې په توګه ونمانځي.
امان الله خان د امیر حبیب الله خان دویم زوی و. نوموړی یو زړور، د ښکېلاک ضد او ازادي غوښتونکی سرتېری و. له تاریخ او حماسي ادبیاتو سره یې ډېره مینه وه.
هغه د ۱۹۱۹ کال د فبرورۍ پر ۲۰مه، د خپل پلار امیر حبیب الله خان د وژل کېدو غم کې د خپل تره نصرالله خان د امارت له اعلانېدو سره مخالفت وښود او هوډ یې وکړ چې د خپل پلار غچ به اخلي او خپلواکي به بېرته ترلاسه کوي.
تاریخ پوه فیض محمد کاتب په خپل اثر سراج التواریخ کې لیکي چې امان الله خان د ۱۲۹۷ کال د کب پر نهمه (۱۹۱۹ فبرورۍ ۲۸مه) په داسې حال کې چې پوځي جامې یې اغوستې وې، د کابل عسکرو او ښاریانو ته وینا وکړه:
“لومړی خپل ټول اصیل ریښتوني ملت ته اعلان کوم او زېری ورکوم چې ما د افغانیه سلطنت تاج د افغانستان د کورنۍ او بهرنۍ خپلواکۍ او حاکمیت په نوم پر سر کړ.”
“زما ګران ولسه! زه دا پوځي جامې تر هغو نه وباسم چې خپل مور وطن ته د خپلواکۍ جامې چمتو نه کړم!”
له همدغې وینا وروسته په افغان ملت کې د ازادۍ یو شور په څپو شو او همدا وه چې په ۱۲۹۸ کال د زمري د میاشتې په ۲۸ د خپلواکۍ اعلان وشو او افغانستان له انګرېزانو څخه خپله خپلواکي واخیسته.
دا خپلواکي نه یوازې په سیاسي برخه کې وه، بلکې د دغې خپلواکۍ شغلې د تعلیم،فرهنګ او هنر په ډګر کې هم حس شوې او د پرمختګ لومړي ګامونه کېښودل شول.
له دې وروسته د توکم، ژبې، مذهب او قبیلې له پلوه تبعیض او تفریق له منځه ولاړ، د محمدزیو د قبیلې د نسب او د خانانو تنخوا او د روحانیونو امتیازات لغوه شول او ولس په حقونو کې له یو بل سره مساوي شو.
دا او دې ته ورته ګڼ پرمختګونه او بدلونونه رامنځته شول خو هغه بدلون او ارتقاء چې د ۱۲۹۸ ل کال راپه دېخوا افغاني فرهنګ او هنر کړې د پام او بحث وړ ده.
د ازادۍ سل کلن بهیر او ښکلي هنرونه:
افغانستان یوه لرغونې او دودیزه جغرافیه ده چې بېلابېل هنرونه پرې راټوکېدلي، ځینې یې له منځته تللي او ځینې یې لا هم ساتل شوي دي.
که چېرې په تاریخي دود د هنرونو او فرهنګ ارتقاء ته نظر واچوو نو وبه وینو چې په تېرو سلو کلونو کې په هنري او فرهنګي برخه کې د پام وړ بدلون راغلی، ځینې بدلونونه او پرمختګونه یې شعوري او ځینې یې بیا غېرشعوري دي.
دا باید هېر نه کړو چې د خپلواکۍ د بیا اخیستو څخه وړاندې هم په هنري او فرهنګي ډګر کې لاسته راوړنې موجودې وې خو دا لاسته راوړنې تر ډېره محدودې پاتې وې.
تیاتر:
د ۱۲۹۸ ل کال څخه وړاندې په افغانستان کې تمثیل تر ډېره د دربار پورې محدود و، کومه رسمي بڼه یې نه درلوده او عام ولس د تمثيلي نندارو لیدو ته لاسرسی نه لاره، همدا و چې د لومړي ځل لپاره د ۱۲۹۹ل کال په وروستیو او د ۱۳۰۰ کال په لومړیو کې د افغانستان په مکتونو کې د تمثیل هنر په رسمي بڼه پیل شو.
په یو شمېر ځانګړو ورځو او مراسمو کې به تمثیل کېده او د مکاتبو د زده کوونکو له خوا به تمثیلي نندارې وړاندې کېدې، دغو رسمي او ډیموکراتیکو نندارو دربار ته هم لاره ومونده.
په همدې کال غازي امان الله خان د پغمان سینما او تیاتر ودانۍ هم تاسیس کړه او د رسمي سټیج تمثیل بنسټ کېښودل شو. د هغه وخت له مشهورو ممثلینو څخه یو هم استاد رشید لطیفي و چې د پغمان په تیاتر کې به یې په سټیج تمثیل کاوه او نورو شاګردان یې هم روزل.
لومړنۍ د سټیج تمثیلي ننداره چې د پغمان په تیاتر کې وړاندې شوه (مسابقه ی خواب و بیداری) په نوم وه،همدا و چې یو شمېر لویو ولایاتو ته هم دغه هنر لاره وکړه او تیاتر ورځ تر بلې په عامېدو شو.
محمود طرزي هغه څوک و چې په لومړي ځل یې د معاصر تیاتر بنسټ کېښود او د عبدالغفور برشنا په واسطې یې په ۱۳۰۱ ل کال د بهرنیو چارو وزارت په قصر کې یې شاهي کورنۍ ته یو تیاتر وړاندې کړ. استاد برشنا ګڼ شاګردان وروزل، له دې امله یې د افغانستان د تیاتر استاد بولي.
په دغو کلونو کې تیاتر د افغانستان په ګوډ – ګوډ کې یو خوښ هنر و او بې سابقې مینوال یې پېدا کړل،په ۱۳۲۲ ل کال کې ظاهر شاه په واکمنۍ کې د پوهنې نندارې بنسټ کېښودل شو، دا ودانۍ په اوسنۍ استقلال لېسې کې وه او د پوهنې نندارې یې ځکه بلله چې ټول ممثلین یې د معارف اړوند خلک وو.
دا هغه وخت و چې د تیاتر لپاره په شعوري ډول کار شروع شو، دلته یو شمېر استادان او د تمثیلي ټوټو لیکوالان هم په دندو وګومارل شول چې له جملې یې استاد بېسد، استاد ف فضلي او داسې نورو یادونه کولی شو.
د پوهنې نندارې د مطبوعاتو د مستقل ریاست لاندې فعالیت کاوه،ځینې خصوصي موسساتو هم د تیاتر په برخه کې کار پیل کړ، د ماشومانو او ښځو ځانګړي تیاترونه رامنځته شول او ورځ تر بلې تمثیل د مسلکیتوب او تخنیکيتوب پر خوا روان و.
ظاهر شاه د دې لپاره د مطبوعاتو مستقل ریاست جوړ کړ چې غوښتل یې د تیاتر په کارونو او نندارو پوره نظارت ولري او یو شمېر صحنې سانسور کړي، په دغو تیاترونو کې د شاهي کورنۍ په اړه منفي پیغام او حتا کوچنۍ خندا هم منع وه.
کله چې د ظاهر شاه د واکمنۍ پر مهال د کابل راډیو جوړه شوه، تمثیل راډیو ته هم لار وکړه او له راډیو به یو شمېر تمثیلې ټوټې وړاندې کېدې.
په لومړیو کې دا تمثیلونه په ژوندۍ بڼه وړاندې کېدل خو کله چې د ثبت الات راغلل نو بیا راډیويي تمثیلونه او ډرامې ثبتېدې او بیا خبرېدې.
د کابل نندارې ودانۍ هم جوړه شوه او دلته به خلکو په ډېرې اسانۍ سره نندارې کتلې، له دې وروسته د مرستون تیاتر هم جوړ شو.
په ۱۳۵۷ ل کال د افغانستان ملي تلویزون په نشراتو پیل وکړ او د سټیج ډرامې، تمثیلونه او نور به له تلویزون څخه خپرېدل، ورو – ورو تلویزوني ډرامې پیل شوې.
د نور محمد ترکي، حفیظ الله امین او ببرک کارمل په وختونو کې تیاتر نور هم پرمختګ وکړ، یو شمېر روسي استادان راغلل او دلته یې په مسلکي ډول د تیاتر کارکوونکو ته روزنه ورکړه.
په کابل پوهنتون کې د ښکلو هنرونو پوهنځی جوړ شو او تیاتر مسلکي لوړو زده کړو ته ور داخل شو، په مسلکي ډول ممثلینو او د تیاتر کارکوونکو ته زده کړې ورکړل کول کېدې او دا لړۍ لا هم جریان لري.
د ډاکتر نجیب په واکمنۍ کې هم تیاتر و خو د پخوا په شان یې جوش او خروش نه و او کله چې د ډاکتر نجیب الله واکمني ړنګه شوه تیاتر او د ښکلو هنرونو نورې برخې هم راکمزورې شوې.
د کورنیو جګړو پر مهال اکثر ممثلین له هېواده بهر لاړل او اکثرو یې هلته هم د تیاتر په برخه کې کار وکړ، ځینې مشهور تیاترونه لا هم په ویډیويي بڼه ثبت دي.
د طالبانو په واکمنۍ کې د کابل پوهنتون د ښکلو هنرونو د پوهنځي ګڼې برخې وتړل شوې او تیاتر هم په ټپه ودرېد، د ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ له پیل سره په افغاني تیاتر کې بیا ساه وچلېده او ورو – ورو یې حرکت پیل کړ.
دا ځل تیاتر په هغه اندازه پرمختګ ونه کړ، لکه څومره چې یې د داود خان او نور محمد ترکي په واکمنیو کې کړی و، ځکه د ټیکنالوژۍ له پرمختګ سره د تیاتر مینوال هم کم شوي وو.
سینما:
له بده مرغه په دې اړه مې کره معلومات او کوم غښتلی لاسوند تر لاسه نه کړ چې معلومه کړم چې سینمايي پراجیکټور د لومړي ځل لپاره د چا په وخت کې افغانستان ته راغی، په دې اړه بېلابېل نظرونه دي.
یو نظر دا دی چې د لومړي ځل لپاره سینمايي پراجیکټور د برېتانوي هند له لوري امیرحبیب الله خان ته په ۱۹۱۵م کال کې ورکړل شو.
دویم نظر بیا دا دی چې غازي امان الله خان د لومړي ځل لپاره سینمايي پراجیکټور افغانستان ته راوړ او د پغمان په سینما کې یې پرې فلم وکوت، په لومړیو کې به سینما کې یوازې د دولت د کارونو او لاسته راوړنو فلمونه کتل کېدل.
د دري ژبې لیکوال او څېړونکی فیض الله قرداش وايي چې یو شمېر روحانیونو په سینما بندیز ولګاوه، غازي تبعید شو او له جنګونو وروسته حبیب الله کلکاني ووژل شو.
کله چې په ۱۳۱۲ ل کال نادر شاه واک ته ورسېد، سینما یې بیا ورغوله او دغې برخې کاملاً پرمختګ وکړ، ځینې هندي فلمونه به پرې خلکو کتل، مګر بیا هم سینما ته هر چا لاسرسی نه لاره.
په لومړي ځل چې په افغانستان کې خپل افغاني فلم جوړ شو د ظاهر شاه د واکمنۍ مهال و، دا فلم چې عشق و دوستي نومېده په ۱۳۲۵ کال جوړ او په سینما خپور شو.
له دې وروسته د سټیج ډرامو او تیاتر کارکوونکو ورو- ورو سینما ته مخه کړه او په دغه برخه کې یې کار پیل کړ، د داود خان د واکمنۍ پر مهال ګڼې سینماګانې رامنځته شوې، د سینما په برخه کې رسمي او غېر رسمي زده کړې هم پیل شوې.
د کابل پوهنتون د ښکلو هنرونو په پوهنځي کې د سینما په برخه کې رسمي زده کړې ورکول کېدې او هم د سینما د لیدو چانس هر افغان حاصل کړ.
د نور محمد تره کي له دورانه نیولې تر ډاکتر نجیب د واکمنۍ پورې ګڼ فلمونه او سیریالونه جوړ شول، په لویو ولایاتو کې خپرونې پیل کړې او ګڼو خلکو تلویزون ته لاسرسی پېدا کړ، تلویزوني سیریالونه چې د کونډې زوی یې ښه بېلګه ده ډېر مشهور شول.
له کورنیو جګړو نیولې بیا د طالبانو تر واکمنۍ پورې سینمايي چارې په افغانستان کې په ټپه ودرېدې، وخت ناوخت افغاني سینمايي هنرمندانو له هېواده بهر ځینې فلمونه جوړول. خو د ولسمشر کرزي په دوره کې په دغه برخه کې بیا کار پیل شو او په سلګونه فلمونه او ډارمې جوړې شوې او لا هم جوړیږي.
موسیقي:
د خپلواکۍ د بېرته تر لاسه کولو څخه مخکې هم په یو شمېر سیمو کې محلي موسیقي وه خو تر ډېره د روحانیونو قیودات موجود وو چې په عامو ځایونو کې به موسیقي نه غږول کېده.
هغه سندرغاړو او هنرمندانو چې کابل ته له هندوستانه راغلي وو یوازې په دربار کې د سندرو ویلو حق لاره او بیرون یې نه شول کولی چې عامو خلکو ته موسیقي وکړي.
په ۱۳۰۲ ل کال کې د لومړي ځل لپاره موسیقي بیرون هم عامه شوه او هر چا کولی شول چې موسیقي وکړي او وایې وري خو هنرمندانو دا حق نه لاره چې د دربار پرته نورو خلکو ته موسیقي ورزده کړي او په دغه برخه کې شاګردان وروزي.
د موسیقارانو لپاره په کابل کې ځانګړی ځای چې خواجه خوردک یا کوچه ی خرابات یادیږي مشخص شوی و، له ۱۳۰۲ل څخه په افغانستان کې د موسیقۍ د خورېدو پیلامې شروع شوې.
د شاه ظاهر شاه په واکمنۍ کې بیا موسیقي دومره عامه شوه چې هر چا کولی شول موسیقي زده کړي، په هر ځای کې موسیقي وکړي او کومه ځانګړې پاپندي پرې نه وه.
په لرو پروتو سیمو کې هم خلکو محلي موسیقۍ کولې او په ډېر شمېر محلي موسیقاران راپېدا شول،په دغو محلي سندرغاړو کې به وخت نا وخت یو شمېر اشخاصو د شاهي کورنۍ ضد سندرې هم ویلې چې د همدې له امله شاه د مطبوعاتو مستقل ریاست رامنځته کړ او په دا ډول موسیقۍ یې هم غېر مستقیم بندیز ولګاوه.
همدا وخت د ښکلونو هنرونو مکتب د غلام محمد میمنه ګي په مشرۍ په کابل کې جوړ شو، دلته د موسیقۍ د الاتو سربېره د موسیقۍ مسلکي زده کړه هم پیل شوه او ورو – ورو موسیقي هم د لوړو زده کړو نصاب کې شامله شوه.
د داود خان د واکمنۍ پر مهال موسیقۍ لا پرمختګ وکړ،د راډیويي پروګرامونو لپاره موسیقي ثبت شوه او کله چې د تلویزون پرانیسته وشوه له هغې څو ورځې وروسته د داود خان نظام ړنګ شو.
د نور محمد تره کي د واک پر مهال د افغانستان په ملي راډیو تلویزون کې د موسیقۍ ځانګړې برخه جوړه شوه او ګڼې محلي او نوې سندرې ثبت شوې.
د تره کي له دورانه راپه دېخوا تر د ډاکتر نجیب د واکمنۍ پورې د موسیقۍ غربي او شرقي دواړو خواوو ته کار وشو، نوي الات راغلل او موسیقي ورځ تر بلې د پرمختګ پر خوا روانه وه.
د کورنیو جګړو پر مهال ګڼ هنرمندان نورو هېوادونو ته مهاجر شول او هلته یې موسیقي پر مخ وړله خو د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په افغانستان کې د موسیقۍ ټول بنسټونه بند شول او موسیقي جرم وګڼل شو، حتا په اورېدو یې هم بندیز و.
د ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال یو ځل بیا موسیقۍ ته کار پیل شو، د موسیقۍ انستیتیوت جوړ شو، ګڼو بهرنیو موسساتو په دغه برخه کې کار شروع کړ، د کابل پوهنتون هنرونو پوهنځی بیا فعاله شو او د افغانستان ملي راډیو تلویزون تر څنګ ګڼو رسنیو د موسیقۍ د تولید په برخه کې کار وکړ او لا یې هم کوي.
د ولسمشر حامد کرزي دوره د افغاني موسیقۍ د بیا احیاء او تولید یوه زرینه دوره ده او په دغه برخه کې د پام وړ کارونه وشول.
مجسمه سازي:
که څه هم په افغانستان کې د مجسمه جوړونې تاریخ ډېر لرغونی دی، د بېلګې په ډول یې د بامیانو د مجسمو یادونه کولی شو، خو کله چې غازي امان الله خان د اروپا له سفره راوګرځېد په ښکلو هنرونو کې یې مجسمه جوړونې او د دغې برخې اهمیت ته پام شو.
که څه هم په هغه وخت کې په رسمي ډول داسې څه کارونه ونه شول خو په غېر رسمي شکل ځینو مجسمه سازانو کار وکړ، د لومړي ځل لپاره په ۱۳۴۵ ل کال د کابل پوهنتون د ادبیاتو او بشري علومو په پوهنځي کې د امان الله حیدر زاد له خوا د ځینو کوچنیو کورسونو بنسټ کېښودل شو.
دوه کاله وروسته بیا د مجسمه سازۍ ډیپارټمینټ جوړ شو او زده کړې یې رسمي شوې، له دې علاوه یو شمېر خصوصي او بهرنیو موسساتو هم په دغه برخه کې کار شروع کړ.
د کورنیو جګړو پر مهال مجسمه سازي هم یو څه ټکنۍ شوه او بیا د طالبانو د واکمنۍ پر مهال دا هنر په ټپه ودرېد او د ولسمشر کرزي د واکمنۍ پر مهال ورته پام وشو او دغه هنر بیا خپلې ریښې وځغلولې.
ګډا او اتڼ :
که څه هم اتڼ د افغانانو ملي او دودیزه ګډا ده او له ډېره پخوا را هیسې پالل کیږي خو دا چې پر افغانستان د وخت تاړاکونه ډېر تېر شوي نو د فلکلور دا برخه یې هم زیانمنه کړې ده.
د غازي امان الله خان له واکمنۍ وړاندې په دودیزه بڼه په ودونو کې د ښځمنو د ګډا دود و او دا دود تر اوسه هم پالل کیږي خو په رسمي محفلونو کې د رقص او ګډا دود ښکاره نه و.
په دربار کې د ګډا دود له غازي امان الله خان څخه وړاندې و، دا حق یوازې شاهي کورنۍ لاره چې په دربار کې له موسیقۍ سره د ګډاګانو ننداره وکړي او د غازي امان الله خان په واکمنۍ کې هم دا مساله وه.
خو کله چې د شاه ظاهر شاه واکمني رامنځته کیږي لکه څرنګه چې موسیقي عامیږي همداسې ګډاګانې هم عامیږي، د کابل په خرابات کوڅې کې په بالاخانو کې رقاصو ګډاګانې کولې او دا یوه معمول چاره وه.
دغې سلسلې تر د ډاکتر نجیب د واکمنۍ پورې دوام وکړ او بیا د کورنیو جګړو دوران او د طالبانو په واکمنۍ کې ګډاوې، اتڼونه او نور دا ډول محلي دودونه بند شول.
هېره دې نه وي چې د حفیظ الله امین،ببرک کارمل او ډاکتر نجیب په وختونو کې د ملي تلویزون له لوري یو شمېر رقصونه او اتڼونه ثبت شول.
د ولسمشر کرزي په واکمنۍ کې اتڼ، ګډا او دې ته ورته نور محلي دودونه بېرته ازاد شول او اوس هر څوک کولی شي چې دغه هنر وروزي او ویې کړي.
که چېرې تېر سل کلن بهیر ته پام وکړو د ګډا او اتڼ لپاره په افغانستان کې داسې کوم رسمي او اکاډمیک مرکز نه و او نه شته چې ګډا یا اتڼ دې پکې ور زده شي.
نقاشي او رسامي:
له پخوانیو امپراتوریو رانیولې تر شاهي نظام او وروستیو حکومتونو پورې ځینې درباري نقاشان لرل او په دغه برخه کې د دربار پام هم زیات و.
که چېرې تېر سل کلن بهیر ته پام کوو نو ویلی شو چې د غازي امان الله خان په وخت کې ګڼ نقاشان او رسامان وو چې خپل هنر ته یې کار کاوه.
دغې برخې ځانګړي مینوال لرل او لا هم د هغه وخت یو شمېر نقاشۍ او رسامۍ شته چې په ملي موزیم او د بریتانیې په موزیم کې خوندي دي.
د شاه ظاهر شاه د واکمنۍ پورې نقاشي او رسامي په فردي ډول زده کېده او کوم رسمي بنسټ یا موسسه نه وه چې نقاشي یا رسامي دې پکې زده شي.
د شاه په واکمنۍ کې غلام محمد میمنه ګي د ښکلو هنرونو مکتب پرانیست او په دغه مکتب کې په اساسي، رسمي او مسلکي ډول د نقاشۍ او رسامۍ زده کړې هم ورکول کېدې او د لا لوړو هنرونو د زده کړې لپاره په ۱۳۴۵ ل کال په کابل پوهنتون کې د ښکلونو هنرونو پوهنځي ایجاد شو چې رسامي او نقاشي یې د زده کړو یوه برخه وګرځېده.
د نقاشۍ او رسامۍ کارونه او زده کړې د طالبانو په وخت کې یو څه ټکنۍ شوې خو له ۲۰۰۱ م کال را په دېخوا دغه هنر یو ځل وغوړېد او د دولتي زده کړه ییزو مرکزونو سربېره ګڼو خصوصي موسساتو هم په دې برخه کې کار وکړ.
دا او دې ته ورته نورو ښکلونو هنرونو په افغانستان کې د لوړتیا او زوړتیا مهم پړاوونه وهلي او وهي یې ښايي په ځینو کې یې د پام وړ مثبت تغیر راغلی وي او ځینې یې د ورکېدو له ګواښ سره مخ دي.
پایله:
په پایله کې ویلی شو چې د خپلواکۍ د بېرته اخیستلو نه تر دې دمه چې سل کلونه تېر شوي په افغانستان کې ښکلو هنرونو ډېر اوږد او له لوړتیا او زوړتیا ډک سفر کړی دی.
په دغو تېرو سلو کلونو کې که له یوې خوا د انګرېز ښکیلاک مات شوی له بله خوا روسیه راغلې او د ټولو فرهنګي او سیاسي یرغلونو تر څنګ یې په هنر هم ځانګړی اغېز پرې ایستی دی.
ورپسې کلک مذهبي حکومت واکداري کړې او بیا د نړۍ ۴۲ هېوادونه د بېلابېلو فرهنګونو او هنري تاثیراتو سره د امریکې په مشرۍ راغلي، ټیکنالوژۍ پرمختګ کړی او خپل سیوری یې په ښکلو هنرونو هم غوړولی دی.
په دغه اوږده دوره کې چې بېلابېل سیاسي بدلونونه رامنځته شوي ښکلو هنرونو د پام وړ پرمختګ کړی او لا هم د پرمختګ په حال کې دي.
کتلي ماخذونه:
۱: زغم، احمدشاه: معاصره لیکوالي: دافغانستان ملي تحریک فرهنګي څانګه، ۱۳۴۹ل،کال۲۰۱۵م.
۲: غبار،میر غلام محمد:افغانستان درمسیر تاریخ. انتشارات محسن. ۲۰۱۲ م
۳: فارسی،نجیب: هنرشناسی.انتشارات فارس. تهران. ۱۴۰۲ ق
۴: قرداش،فیض الله: مرکه . مرکه کوونکی: محبوب شاه محبوب. کابل .۱۳۹۸ل
۵: هېوادمل، زلمی (راټوونکی): د افغانستان د فرهنګ تاریخ. درسي لکچر نوټ. کابل پوهنتون. ۱۳۹۸ ل