د ډیلي تخت هېرومه چې رایاد کړم
زما د ښکلې پښتونخوا د غرو سرونه

له نن څخه 270 کاله وړاندې د معاصر افغانستان (لوی افغانستان) بنسټ ايښودونکي امپراتور لوی احمد شا بابا د ډیلي سوبه وکړه، تر اصفهان او مشهد پورې یې لښکرې ورسېدې، له امو واوښت له سمرقند او بخارا د سوبې غږونه راغلل.
احمد شابابا د ډیلي پر تخت نارامه و، د پښتونخوا د هسکو غرونو ستاینه کوي، د احمد شا بابا د امپراتورۍ ساحه پراخه وه، پوښتنه دا ده چې احمدشابابا ولې دغه نورې سیمې په خپل قلمرو کې شاملې نه کړې؟


احمد شابابا ددې سیمې کلتوري، سیاسي، اقتصادي او فرهنګي مشترکاتو په درلودلو سره له امو تر اباسینه د معاصر افغانستان لویه نقشه رامنځ ته کړه.


د لوی افغانستان دوه محکوم ولایتونه چې نن پنجاب سامراجي فوځ تر استبداد لاندې دي، موږ فرهنګي، سیاسي، اقتصادي او کلتوري مشترکات لرو، له امو تر اباسینه زموږ سیمه ده، له کله چې په ۱۹۴۷ز کال په سیمه کې پاکستان تشکیل شوی، لا هماغه ورځې په محکومو ولایتونو کې پر محکومو افغانانو د پنجاب ظلم او استبداد روان دی، په مورنۍ خاوره کې هم ای، ایس، ای د ځینو پلیتو کړیو په مرسته هڅه کوي، چې د لوی افغانستان د سپېڅلې داعیې غږ د خپ کولو لپاره د پښتونستان په نوم ځینې حرکتونه پیل کړي، چې دا حرکتونه زموږ د تباهۍ تر ټولو څرګند ثبوت دی، ډیورنډ فرضي کرښې یواځې پښتون په دوو برخو وېشلی نه دی، بلکې د متحد افغان په یو وجود داسې مرګونی ګوزار دی، چې تر ننه د هغه ټپ له کبله د وروڼو قومونو تر منځ د بېلتون هڅې کېږي، ډیورنډ فرضي کرښې په وسیله پښتون، بلوڅ، هزاره او مېشت قومونه چې په لر او بر کې اوسیږي، سره بېل شوي او موږ تر ننه ددغه فرضي کرښې له کبله په لر او بر کې د سرونو قلنګ ورکوو او لوستي ځوانان مو وژل کېږي.


دا ځلې د لوی احمدشابابا لمسیان په لر او بر کې د لوی افغانستان د رامنځ ته کېدو هڅه کوي، په مورنۍ خاوره کې د لوی افغانستان د فکري مبارزې لپاره هڅې ګړندۍ شوې، د هرې ورځې په تېرېدو سره د لوی افغانستان د فکري مبارزې سنګر غښتلی کېږي او له ورځې بلې ته زموږ دغه کاروان غښتلی کېږي.


په محکومه پښتونخوا کې 2018ز کال د افغانانو د ویښتابه کال بللی شو، په اسلام اباد کې د محکومو افغانانو پرلت وښوده، چې دوی له پنجاب څخه کرکه کوي، د پنجاب مظالمو په وړاندې پیل شوي پرلت د فبروري تر لسمې دوام وکړ، خو ددغه پرلت نه وروسته د لوی افغان لویې چیغې لا شور جوړ کړ او تر ننه د پنجاب پر ضد د محکومو افغانانو پیاوړي حرکتونه دي، محکومو افغانانو د لوی افغانستان د سپېڅلې داعیې غږونه پورته کړل، لر او بر یو افغان، له امو تر اباسینه یوه مو خاوره یوه مو وینه شعارونو پنجاب سخت وارخطا کړی دی، په ژوب او کلا سیف الله کې د پښتون تحفظ مومنټ په غونډو کې د لوی افغانستان شعارونه او پنجاب د ترهګرو سکنی بلل د لوی افغانستان د رامنځ کېدو لپاره مهم او اساسي ګام دی.


د لوی افغانستان خواره واره ولسونه د خپل یووالي او یو موټیتوب لپاره هڅې کوي او د لوی احمدشا بابا په لاره قدم ږدي، زموږ عزت او سرلوړي لوی افغانستان دی، لوی افغانستان په مورنۍ خاوره او محکومو ولایتونو کې د ټولو ولسونو د عزت او اتحاد یواځینۍ لاره ده او له همدې لارې به موږ تر ګوادره پورې ځانونه رسوو او له اقتصادي احتیاج څخه به خلاصون مومو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *