لیکوال: محمد هارون سمون –
د لیکوال په خبره شاعر که د شعر لپاره وضع شوي اصول وپېژندل او په قافیه کې راګیر شو نو شعر به یې هېر شي. انسان یو عاطفي او اسانتیا خوښوونکی موجود دی، ځینې وخت یې اصول او قواعد تر پزې روالي او زړه یې ورتنګ کړي.
مخکې له دې چې موضوع ته ننوځم یوه تجربه به راواخلو یو ملګری مې د خپل ورځني تقسیم اوقات له مخې روان ؤ، د هرشي وخت یې مالوم ؤ؛ تقسیم اوقات یې ډېر جدي نیولی که به یې مرعات نکړ پریشانه به ؤ، د وخت په تېرېدو تر فشار لاندې راغی؛ ژوند یې یو ډول قید احساسولو؛ تردې پورې، چې کله کله به سر درد او په تنګ ؤ. ډاکټر ته ولاړ تقسیم او قات یې نور لرې کړ؛ رک روغ شو. د ورځني ژوند لپاره تقسیم اوقات ګټور دی، خو تر حد زیات یې جدي نیول ممکن ستونزې پېښې کړي. ملګری مې په دې نه و ملامت چې تقسیم اوقات یې ټاکلی و، بلکي ده جدي نیولی ؤ او ځان یې په لوی لاس قید کړی و.
نو په دې توګه ځینې وخت اصول او قواعد کولی شي له لیکوال یا شاعر ازادي سلب کړي، ځکه داسې ډېر پېښ شوي دي، چې یو تکړه محلي شاعر ډېره ښه مخکې روان وي، خو کله چې د شعر له اصولو او قواعدو سره بلد شي، ورو ورور یې شعر له هنریته لرې شي، ډېری وخت د قافيې پولې ددې لامل شي، چې شاعر خپل د خیال نیلی نور هخوا دیخوا ونه ځغلوي بلکه په کلیماتو او وزن پسې شي.
د خیال دا نیلی دبوسکشۍ نیلی ندی، چې یوازې په محدود میدان کې دې منډې وکړي، دا نیلی باید پرېښودل شي، چې په یوه ثانیه کې ستورو او سپوږمۍ ته وخېژي. دا په طبعت کې یو نازولی شی دی، د طبعیت سره ملګرتیا ته د پرېښودل شي. شاعر چې دارنګې راګیر شو نو یې شعر له هنري ذوال سره مخ شو، په همدې خاطر خو یوه ډله لکیوالان راپورته شول د وزن او قافیې پولې یې په بېخ ونړلې ازاد نظم یې رامنځ ته کړ. ځینې لیکوال خو د شاعر لپاره اصول او قواعد ټاکل شین کفر بولي. زه خپله شاعر نه یم، خو د کیسې برخه کې د تجربې په شکل خپل تخنیک ستاسې مخې ته ږدم، کله مې چې په لومړي ځل کیسه ولیکله په هغه وخت کې زه هېڅ د کیسه لیکنې له اصولو سره نه وم بلد؛ ماته مې لومړۍ کیسه اوس ځکه خوندوره ده، چې هغه وخت مې په یوه بشپړه ازاده خیالي فضا کې لیکلې وه. ورو ورو چې د کیسې له اصولو سره بلد شوم، نو ماته هم کیسه لیکل سخت شول، ځکه ما به په اصولو باندې زیات فوکس (تمرکز) کاوه هغه به د کیسې خوند له منځه ولاړ، مثلا د یوه لیکوال په مرکه کې مې دا خبره واورېده، چې ښه کیسه هغه کیسه ده، چې یو ښه قوي پیغام ولري، خو هغه وخت زه دې خبرې رایسار کړی وم، تل به د کیسې پیغام ته فکر وړی وم، خو اوس زه پوه شوم، چې کیسه خپله یو پیغام دی، زه اوس ښه کیسه هغه کیسې ته نه وایم، چې تر هرڅه مخکې ښکلی پیغام پکې نغښتی وي، زما له انده ښه کیسه هغه کیسه ده، چې د کلي پیغام تر څنګ یې په هره جمله کې رنګ او خوند پروت وي همدا راز هره صحنه یې یو وړکی پیغام ولېږدوي. د کیسې اصول چې کوم ځای کې یې په مراعاتولو د کیسې خوند او رنګ له منځه ځي، بیا یې که مراعات نه کړم، دومره نه پریشانه کېږم؛ لوستونکي همدا وايي، چې دکیسې پیغام خوندور ؤ، د کیسې مکالمې خوندورې وې، ژبه یې خوندوه وره وه، کرکټر یې خوندور ؤ، نوکیسه په اصل کې ټوله خوند ده؛ ځکه دکیسو مینوال چې د فلم له لیدو او هرشي ستړي شي، نو دوی نصحت ته اړتیا نه لري، بلکه داسې کیسې خوښوي او لولي یې چې څو شېبې په خوند ورباندې تېرې شي، زما له انده د پیغام تر څنګ که کیسه لیکنه کې خوند ته هم زیات میل وشي، دا به مو کیسې بلا ښکلې کړي، ځکه ډېری کیسې ښه پیغام لري، خو خوند پکې نه وي، د اکثر لوستونکو فیصله داشي چې خوښه مې نشوه. خبره نه اوږدم په پیغام باندې مې ځکه دومره خبرې وکړې چې دا دکیسې یو ډېر او مهم، قوي اصل دی. ډېری لیکوال له ځینو کیسیو ځکه مخ اړوي او نه یې لیکي، چې ښه پیغام نه لري، خو زه وایم، که په کیسه کې د خوند رنګینه موجوده وي، باید ولیکل شي او تر لوستونکو ورسول شي، ځکه دوی لیکوال ته انتظار دي ستړي وي، غواړي چې یوه خوندوره کیسه ولولي. منظور مې دا دی، چې که کیسه ښکلی او قوي پیغام ونه لري، خو خوند پکې زیات وي، همداسې کیسه خوندوره کیسه ده.
زه دا نه وایم، چې دکیسې اصول د مات شي، لمړی باید لیکوال د کیسې په اصولو ځان بشپړ بلد کړي، بیا د کیسه لیکل د اصولو مطابق پیل کړي، خو که چېرې دی له اصولو سره بلد شي او بیا ځینې وخت دکیسې یو اصل مات هم کړي پروا نه لري؛ خو داسې نه چې لیکوال د کیسې له هغه اصل سره بلد هم نه وي او مات یې کړي بیا به نو اصول هېڅوک نه مرعاتوي او کیسه لیکل به هر چاته اسانه شي. کیسه نور اصول هم لري، مونږ ورنه تېرېږو، راځو دې ته چې څنګه خپله کیسه د اصولو له قربانۍ وساتو، کله مو چې دکیسې پلاټ ذهن ته راغی ه، باید ډېر وخت په یوه بشپړه خیالي فضا کې چکر وه وهو هر کونج او ګوګ ته سر ورښکاره کړو، کیسه مو څو ډوله پلاټ کړو؛ ورپسې باید پېښې خپلو منځو کې سره تنظیم کړو او خپل پلاټ مو ښه قوي کړو همدا رانګه نور اصول پکې مراعات کړو، په بله وینا کله مو چې کیسه ذهن ته راغله هغه وخت کې باید بشپړه خیالي ازادي ولرو تر څو کیسه کې مو خوند زیات شي، کهس لمړیو کې مونږ د اصول مطابق روان شو، نو کیسه مو د اصولو تابع شوه خوند به یې له منځ تلل وي.
د پورتني بحث په نتیجه کې به وه وایو چې خپله کیسه مو په زور باندې په اصول مه کمزورې کوئ، اصول باید تر ډېره د کیسې طابع وي، ځکه اصول دکیسې لپاه وضع او جوړ شوي دي، کیسه د اصولو لپاره نده جوړه شوې. لمړی کیسه موجوده وه ورپسې اصول ورته وټاکل شول، دا تصور مو باید له ذهنه لرې شي، چې لمړی دکیسې چوکاټ ؤ او همدا مهم دی، هرڅه باید ور واچول شي. داسې بغاوت هم ندی په کار چې کیسه هېڅ په اصولو براربره نه وي. زما مقصد صرف هنري لذت دی، چوکاټ باید مرعات شي، خو داسې نه چې د چوکاټ په مرعاتولو مو دکیسې هنري روح ته زیان اوښتی وي.