تاند- د ازبکستان ولسمشر اسلام کریموف، چې تېره اوونۍ یې مغزي سکته کړې وه، مړ شو.

رویټرز خبري اژانس د باوري سرچینو له قوله وايي چې ۷۸ کلن کریموف مړ شوی دی.

کریموف د پخواني شوروي اتحاد له پاشل کېدو وروسته د ازبکستان ولسمشر و.

نوموړی د اګست په اووه ویشتمه په روغتون کې بستري شو.

ویل شوي چې د ده د خښولو لپاره په سمرقند کې ترتیبات له پرون څخه پیل شوي دي. په دغه ښار کې لارې او کوڅې بندې دي او خلکو د تګ راتګ اجازه نه ورکول کیږي.

سمرقند د کریموف زېږنځای دی.

تراوسه پوري ازبکستان د خپل مشر مړینه رسماً نه ده اعلان کړې او دا هم څرګنده نه ده چې کریموف کله ساه ورکړه.

مخکې په ځینو ناتائید شوي راپورونو کې ویل شوي چې کریموف د اګسټ په ۲۹ نېټه مړ شوی دی.

په دې اړه شکونه هغه مهال زیات شول چې د کریموف د پلرني ټاټوبي سمرقند ښار په بېلابېلو سیمو کې د پاکولو چارې پیل شوي.

په همدې حال کې د قزاقستان ولسمشر نور سلطان نظربایف نن ازبکستان ته خپل سفر لغوه کړ.

One thought on “د ازبکستان ولسمشر اسلام کریموف د ۷۸ کلونو په عمر ومړ”
  1. انا لله وانا الیه راجعون
    کریموف د ازبکستان د معاصر تاریخ لوی شخصیت او د ازبکانو لوی خدمتګار و او زما په شمول دافغانستان د دیرو ځوانانو د روزنی مشر هم و
    خدای دی وبخشی او د ازبک درانه ملت ته د تسلیت دعا کوم کریموف د امریکا د جهانخوار امپریالیزم څخه د ازبکستان په ساتلو کی عمر تیر کړ او دتوری ارتجاع لد ناولتیا په ضد یی جهاد وکړ او ازبک ملت ته یی تاریخی افتخار پریښود

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *