د خوست ادبي بهیر د تیرې اوونۍ په غونډه کې ساده حیدرخیل خپل غزل کره کتنې ته وړاندې کړ.
غزل، چې ردیف یې له (لاشعوره) رغیدلی و، د ملګرو ډیری نظرونه یې هم د همدې (لاشعور) پر موضوع راوڅرخول.
راسره د نیکه پلار په لا شعور کې – لټوي راسره یار په لا شعور کې
د کره کتنې له پاره پر سټیج د غزل د مطلعې له اورولو وروسته بهیر وویل، چې په مطلع کې د لاشعور پراخه او ژوره معنا په ډیر لنډ او بشپړ ډول را اخیستل شوې. داسې چې موږ د نسب سلسله تر نیکه شمارو او کله چې د نیکه پلار یاد شوی، نو په دې معنا چې یو څه له شعور ها خوا ښودل شوي او بیا چې شعور راویښ شوی، نو د (یار) لټون یې په اوس کې کړی.
بهیر دا هم وویل، چې ممکن ساده د دې غزل په وړاندې کولو غواړي، چې د لا شعور موضوع روښانه شي، ځکه ده په تیره غونډه کې هم د لا شعور په اړه د عالمانو او ادیبانو د ګونګ نظر یادونه کړې وه.
بهیر په خپلو خبرو کې دا وړاندیز هم وکړ، چې که کوم ملګری پر همدې (لاشعور) موضوع ځانګړی لیکچر واخلي نو ښه به وي.
سیف الله غریب یار راتلونکې غونډې ته همدا موضوع پر غاړه واخیسته.
محمداور خاورین په مطلع کې د تصوف او نسب سلسلې شته والی وباله، فریدالله قربان پکې د خدايي مینې ذکر وکړ او په دې اړه یې د یو ارواپوه (طیفل) یو قول وړاندې کړ، چې که ماشوم په دشت کې هم پیدا شي، ځینې پوښتنې (زه څوک یم؟، چا پیدا کړی یم…) به یې په خدای پیژندلو مجبور کړي.
که څه هم د ساده وړاندې شوی غزل د همدې لاشعور موضوع له امله مبهم معلومیده، خو ساجد بهار ویل، چې ساده، د خپل نوم په شان ساده شاعري نه کوي او ډیر کله له ابهامه ډکه وي.
بهار په دې برخه کې د شاه سعود یادونه هم وکړه، چې ځینې ملګري یې شاعري مبهمه ګڼي.
که د یاد هینداره پاکه له ګردو کړی – ټولو کړی دی اقرار په لا شعور کې
پر دې بیت فریدالله قربان، فریدون رایان، حضرت الله ستومان او الیاس وحدت ټولو د ارواحو د هغې ژمنې یادونه وکړه، چې په ازل کې یې له الله ج سره کړې.
خو وحدت صیب په بیت کې د زړه او هندارې، ګناهونو او ګردونو د تشبیهاتو یادونه هم وکړه، چې ښکلي راغلي او په وینا یې ساده په یو بیت کې دومره غټه خبره کړې، چې کتابونه پرې لیکل شوې او لیکل کيدی شي.
د ملګرو په وینا ساده صیب په دې بیت کې (یاد) له له لاشعور سره تړلی او تعریف کړی دی.
حقیقت د لاشعور خو لاشعور دی – شعور نه شي کوی لار په لا شعور کې
بهیر د دغه او وړاندې بیت ترمنځ د ټکر او تضاد مسله ياده کړه، چې په دویم بیت کې د یاد هندارې له پاکولو معنا همدا ده، چې انسان په شعور لا شعور ته رسیږي، خو په دې بیت کې شاعر په پرېکړي انداز دا خبره کوي، چې شعور په لا شعور کې لار نه شي کولی.
استاد ظاهرشاه زهیر بيا په دې بیت کې د شاعر پریکړه پر ځای وبلله او ویې ویل، چې د ازل، لاشعور او په تصوف کې د وحدت الوجود او وحدت الشهود پر موضوعاتو نه پوهیدل، خپله د دغو موضوعاتو جوهر دی، یعنې پر دغو مسایلو د نه پوهیدا اعتراف پر پوهه دلالت کوي.
استاد په دې برخه کې د بیلګې په توګه د حوشحال بابا دغه بیت یاد کړ:
د ازل حکم په مثل د هاتی دی – د انسان فکر مثال د ډیلې پړی
د غزل د نورو بیتونو له اورولو وروسته هم ډیرې خبرې پر شعور، لا شعور او تصوف وشوې.
هغه وړانګې مې په سترګو را وریږي – چې راتلې له کوم رخسار په لاشعور کې
یو ځل بیا به لاشعور ته ساده درومو – خو بدل به وي روزګار په لاشعور کې
استاد نورالله لیونخیل وویل چې په تصوف کې د بیلابیلو طریقو لارويان داسې دلایل وړاندې کوي، چې ډیر وخت یې عقل نه مني او په وینا یې د ټولنیزو علومو استادان ډیرو نارواوو ته هم دلایل پیدا کوي او په نورو یې د منلو هڅه کوي.
خو استاد زهیر وویل چې تصوف کې ظاهر او باطن سره پیوست دي او ساده حیدرخیل د تصوف په اړه د تصوف یوه عامه او تر ډیره منل شوې مقوله وویله، چې: طریقت – خادم شریعت. معنا دا چې د تصوف هره طریقه باید شریعت وپالي او که داسې نه وه، نو سحر او جادو دی.
زاهدشاه انګار وویل، چې په نننۍ کره کتنه کې په غزل کې د صنعتونو، یا نورو فنونو پر ځای تر ډیره په لا شعور، تصوف او فلسفه خبرې وشوې، وحدت بيا وویل چې ځینې وخت داسې مسایل نورو خبرو او څيړنو ته لار هواره کړي او په وینا یې د نننۍ کره کتنې ګټه دا وه، چې د ملګرو ذهنونو ته یې نوې موضوع ورکړه.
استاد زهیر د ارواښاد الفت د لیکنې په حواله وویل، چې شاعران خلکو ته داسې څه وړاندې کوي، چې نور یې نه شي وړاندې کولی، ځکه دوی معنا له محسوساتو سره تشبیه کوي او په دې توګه خپلو لوستونکو او اوریدونکو ته د معنویت وجود څرګندوي.
د دې غونډې د سټیج چارې ساجد بهار پر مخ وړې او د غونډې دویمه برخه چې مشاعرې ته ځانګړې وه، پکې: فریدالله قربان، فریدون رایان، محمداور خاورین، نقیب رسول کلیوال، اقبال غورځنګ، ملاجان، زاهدشاه انګار، محمدرحیم سکندر، ډاکټر سیف الله غریب یار، جاوید فدا، ساده حیدرخیل، کاظم، سیف الرحمن سراج، بهار او بهیر خپل شعرونه واورول، چې په تودو ولولو بدرګه شول.
یاده ادبي ناسته د سکندر له خوا د قرانکریم په سپیڅلو آیتونو پیل او د ستومان له خوا په دعا ویلو پای ته ورسیده.
په ټوله ادبي مینه
نوراجان بهیر
خوست ادبي بهیر – د ګزارشونو لړۍ
۱۳۹۳ د دلوې ۲مه – خوست متون غونډۍ – د مدني ټولنو او بشرحقونو دفتر د غونډو ځای.