تاند- د القاعده شبکې پلویانو په ټویټر کې د امریکا پر ضد جهاد ته د بلنې په اړه د اسامه بن لادن د زوی حمزه بن لادن صوتي پیغام خپور کړی دی.

تر دې مخکې د حمزه بن لادن له لوري داسي کوم پیغام نه و خپور شوی.

ده په دغه پیغام کې د القاعده له پلویانو غوښتي چې پر امریکا او متحدانو یې حملې وکړي.

حمزه بن لادن د القاعده غړیو ته وايي چې په کابل، بغداد او غزه کې جهاد وکړي او په واشنګټن، پاریس او لندن کې حملې وکړي.

څرګنده نه ده چې حمزه بن لادن، چې ګومان کېږي څو ویشت کلن به وي، چیري اوسي.

اسامه بن لادن د ۲۰۱۱ میلادي کال د مې میاشتې په پیل کې د ایبټ اباد د کاکول پوځي اکاډیمي ترڅنګ په خپل کور کې د امریکايي کومانډو ځواکونو له لوري ووژل شو او مړی یې سمندر ته وغورځول شو.

د ده پر ځای ایمن الظواهري د القاعده مشري کوي.

ظواهري په خپل وروستي پیغام کې د افغان طالبانو د نوي مشر ملا اختر محمد منصور بیعت اعلان کړ.

د بن لادن د کورنۍ ډېری غړي په لوېدیځو هیوادونو کې اوسي. په وروستیو ورځو کې د ده د کورنۍ د غړیو یوه شخصي الوتکه په برتانیا کې وغورځېده او ټول ووژل شول.

4 thoughts on “د اسامه بن لادن زوی په کابل او بغداد کې د جهاد غوښتنه وکړه”
  1. تكړه شي الله مو غرك كه مونژ مو تباه كرو د اسلام په نامه او خپله په اروپا كي اسيژي خلك سايكل نه لري تاسو مردگاوان خپلي طياري لري بد مو كري و چي ستا هغه پلار ته مو ځاي وركري وو ته خو ي لا ځوي ي

  2. افغانستان یو بی سر اوپښو ملک دی، هرڅوک بس له خپلی ګیډی فتوا ګانی ورکوی، وجه یی هم داده چه زموږ خپل مشران خپلو کی سره جوړنه راځی اورهرڅوک زمونږ دبی اتفاقی څخه استفاده کوی
    اوبل داچه دګوډاګی بچیه ته خپله حرامونی یی اصلیت اوځای دی معلوم ندی اوته فتواګانی ورکوی……….

  3. منطق او فکر هغه افغانانو ته په کار دی چی دوی اوس مهال د افغانستان د حکومت سره په جګړه کی بوخت دی او د پردیو په اشاره او د هغوی په ادرس را سره خبری کوی حقیقت باندی ټول پوهیږی چی جهاد چیرته راواده ایا ددو به اند په هغه بیچاره مظلوم افغان جهاد رواده چی وچه کلکه ډوډی د خبلی غریبی په وجه د شنه تریخ چایو سره خوری چی د بوری درک هم ورکره نه لږیږی او که هلته روا ده چی خویند لونه یی په بی حیایی او سرتوری او د زناو مارکیتونه لری هاغه چټلستان چی مونږ یی دیرش کاله وکړولو هغه پخپله په دومره مرداری کی غرغ دی چی په کی د الله اکبر واز هم اوچت کړو نو جنتی دی دفساد ترور وحشت لواتت قتل شیطانی او د فحشی مرکز همدا چتلستان دی ددنیابه هر ښار کی دده مورده کاو خانی موجودی دی بس دی لږ دخادی به خاطر افغانانو څانونه وپیزنی جهاد نیشته سعودیان چی په افغانستان کی جهاد کوی ولی دوی پخپل ملک کی نه کوی څکه چی اصلی د امریکا مستعمره خو سعودی دی دا ټول سیاسی او شخصی ګټو جنګونه دی راڅی خبل ملک ګل او ګلزرا کړی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *