بېدل شناسي چې د غلام حسن مجددي اثر دی، په کې د بېدل، نورو شاعرانو، مخورو، بانفوذه کسانو او د زمانې د دربار اړيکي هم را اخيستل شوې دي.

يو ځای د يو نواب (ميرقمرالدين) او بېدل په اړه خبرې راځي، چې بېدل يې اړيکي او شخصيت خورا مهم يادوي او د رب له دربار څخه د فضل او کرم غوښتنه کوي.

په بېدل شناسي کې غلام حسن مجددي لیکلي چې مير قمر الدين، چې اورنګ زيب د (چين قليچ خان) په لقب نازولی و، له ميرزا عبدالقادر بيدل رح سره ځانګړې اړيکې لرلې. په وصول نامه کې ياد شاعر، نواب د خپلو اړيکو په اساس داسې ياد کړی او له ربه يې د هغه د نور لبريزه تجلی ورته غوښتې:

يا رب ان تجلی که فضل توست

لبريز نور کن زرخش چشم بېدلان

ډاکتر اشرف غني احمدزي په يوه غونډه کې د استاد اسدالله غضنفر هغه خبرې په غور واورېدې، چې د تعليمي نصاب د سمون په اړه وې.

ډاکتر اشرف غني د استاد له خبرو وروسته ژمنه وکړه ،که واک ته ورسېد، د استادانو په مشوره به په هغه څه کې بدلون او سمون راولي چې نيمګړي او يا ستونزمن دي.

نوموړي په خپلو خبرو کې د استاد غضنفر د (د زرو هندارو کور) اثر يادونه هم وکړه، چې دی ورڅخه په ويناوو کې هم لنډ حکايتونه وايي.

د ګران هيواد اوسېدونکي چې له ډېرو جهادي رهبرانو ښې خاطرې نه لري او لا يې هم په سرونو د سوداګرۍ خيالونه ويني نو دا ځل که د عالمانو او استادانو مشورو ته توجه وشي، اميد دی، چې زموږ د هيواد ډېرې بدبختۍ ورسره راکمې شي.

هغه چې وايي((هيڅ افغان له بل افغان څخه زيات نه دی، هيڅ افغان له بل افغان څخه کم نه دی))

هغه چې د يوې نجلۍ باسواده کېدل، د يو ملت ژوند بولي او هغه چې د افغان خاورې د پالوونکو په اميد سياست ته راوتلی، له هغو سره يې پرتله خورا ګرانه ده، چې د دې ملت په سر يې سوداګانې کړې دي، د دې لوی هيواد د نجونو وينې يې پر لمنو تجلا کوي…

بېدل د خپل خوښ نواب په اړه دا بيتونه هم ليکي:

بيار باده که بوی بهار جان امد

فروغ مهر ازل، چين قليچ خان امد

به سير کشور ما از نويد اقبالش

سعادت امد و امن امد و امان امد

نداشت بېدل ما طاقت زيارت او

کرم نمود و به درمان خستګان امد

موږ هم له بدبختيو او ناورينونو د راوتو لپاره د يو داسې چا په تمه د مرګونو په کندو کې د ژوند او سعادت ارمانونه پالو.

هغه زمانې چې تر اوسه مو يوازې په خوبونو کې ګرځي، يوازې مو په خيالونو کې ورته هرکلی ويلی او يوازې ورته اميدونه لرو، نور يې د پوره کېدو وخت رارسېدونکی دی او دا ستر ملت او سپېڅلې خاوره به د يو داسې چا د رهبرۍ لاندې راځي چې د دې خاورې ساتونکی بلل کېږي او د يو ښه فکر په خاطر يې د دې هيواد ابادۍ او ژغورنې ته مخه کړې.

د رهبرانو هغه تجربې چې موږ د هيواد ژغورنې، هيواد ساتنې او افغان ملت جوړونې په اړه لرو، بس دي نور بايد د هغه چا د رهبريت تجربه وکړو، چې د استادانو او عالمانو مشورې ورته مهمې دي.

هغې زمانې ته په تمه يو، چې سبا زموږ د زمانې شاعر، د خپل ولسمشر په اړه داسې(سعادت امد و امن امد و امان امد) ووايي.

زما جانان، جانان وطنه، افغان وطنه!

ستا د وجود اورونه ستا په دوښمن پورې شه…

نور دې زما پر خاوره هره سانده په دې بدله، بدله شي:

وطن جنت نشان دی، ګلان پکې کرمه

په ما له روحه ګران دی، ګلان پکې کرمه….

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *