د استاد اسدالله غضنفر د لنډو کیسو کتاب (د یو تېر اور اېرې) چې کلونه پخوا د بېنوا فرهنګي ټولنې لخوا چاپ شوی وو، اوس یو ځل بیا په ننګرهار کې د کلاسیک خپرندويه ټولنې لخوا د زر (۱۰۰۰) ټوکو په شمیر په مجلد ډول په یو سلو اته ویشت مخونو چاپ شو.
استاد عضنفر چې د پښتو ادبیاتو د څیړنو او تیوری د برخې خورا پياوړی لیکوال دی، دا یې د تخلیقي ادب هغه شهکاره بېلګه ده، چې د کیسه لوستنې د ذوق ترڅنګ ترې په اسانه د کیسه لیکنې هنر هم زده کېدلای شي.
دغه اثر د کلاسیک خپرندويه ټولنې د لنډ یادښت او د لیکوال د خپلو خبرو ترڅنګ نهه لنډې کیسې لري، چې د هیواد د بېلا بېلو کتابپلورنځیو یې ترلاسه کولای شئ